یږ د واده مراسمو ته ورغی او خواږه شیان یې وخوړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137156-یږ_د_واده_مراسمو_ته_ورغی_او_خواږه_شیان_یې_وخوړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په کولوراډو ایالت کښې د واده مراسمو ته یو یږ ورغی او هلته یې خواږه خوراکي شیان وخوړل.
(last modified 2023-08-15T04:04:42+00:00 )
Aug 15, 2023 08:29 Asia/Kabul
  • یږ د واده مراسمو ته ورغی او خواږه شیان یې وخوړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په کولوراډو ایالت کښې د واده مراسمو ته یو یږ ورغی او هلته یې خواږه خوراکي شیان وخوړل.

د امریکا ودګني د واده مراسمو ته د دغه یږ د ورتلو عکس خپور کړی دی.

د امریکا ودګني برینډن وویل چې زما د واده په وخت باران ورید او دغه راز هلته یږ هم راغی او زیاته یې کړه چې ما مخکې هیڅکله داسې پیښه نه وه لیدلي.

حکومتي امنیتي چارواکو وروسته دغه یږ د واده له مراسمو څخه وشړلو او د دغه ټولې دلچسپۍ او عجیبه پیښې په وخت چا ته هیڅ تاوان ونه رسید.