د هندوستان انجلۍ انجو(فاطمه) بیرته له پاکستان څخه ځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د دیر سیمې له یوه ښاریز نصر الله سره د مینې لپاره راغلي انجلۍ اغلې «انجو »چې له مسلمانیدا وروسته یې نوم فاطمه کیښودل شوی دی اوس بیرته خپل هیواد هندوستان ته د ورګرځيدا فیصله کړي ده.
هغې په یوې ویډیو کښې ویلي دي چې زه خائنه نه یم او زر به له خپل پاکستان خاوند نصر الله سره هندوستان ته لاړه شم.
د هندوستان دغه جینۍ وویل داسې نه ده چې پاکستان ته په ورتلو سره زه یوازې د پاکستان تعریفونه او ستاینې کوم او زه له خپل هیواد هندوستان سره مینه نلرم او زیاته یې کړه هندوستان هم ډیر ښکلی دی.
هغې وویل د هندوستان رسنۍ زما شخصیت ته تاوان رسوي او وايي چې ما له خپل هیواد او بچیانو سره خیانت کړی دی.
د هندوستان انجلۍ انجو وویل د هیواد له رسنیو زما غوښتنه دا ده چې زما په هکله مثبت فکر وکړي زه هم یو انسان یم او زه د چا دښمنه نه یم.