چین د اوبو د بچولو عجیبه اقدام ترسره کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137242-چین_د_اوبو_د_بچولو_عجیبه_اقدام_ترسره_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی چین د اوبو د نه ضایع کیدا لپاره عجیبه اقدام ترسره کړی دی او په یوه هوټل کښې د دوهم ځل لپاره د لمبو دوه ځله پیسې اخیستل کیږي.
(last modified 2023-08-17T03:54:34+00:00 )
Aug 17, 2023 08:21 Asia/Kabul
  • چین د اوبو د  بچولو عجیبه اقدام ترسره کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی چین د اوبو د نه ضایع کیدا لپاره عجیبه اقدام ترسره کړی دی او په یوه هوټل کښې د دوهم ځل لپاره د لمبو دوه ځله پیسې اخیستل کیږي.

په چین کښې دغه هوټل له خپل ګاهک او مشتري څخه د دوهم ځل لپاره د لمبیدا جلا پیسې اخلي.

د چین په دغه هوټل کښې د یوې شپې کرایه دوه نیمه زره « یوان» ده.

دغه خبره هغه وخت ایشوا شوه کله چې د چین یوې میرمنې د دوو شپیو لپاره یوه کوټه په کرایه ونیوله.

کله چې دغه میرمن د هوتل کوټې ته ورننوتله نو هلته په دیوال لیکل شوي وو که څوک په هوټل کښې د دوهم ځل لپاره ولمبي نور دوه ځلې به ترې پیسې واخیستل شي.

د چین د هوټل عملې د وضاحت په ورکولو سره وویل چې مونږ دغه کار د اوبو د ضایع کیدا د مخه د نیول کیدا لپاره ترسره کړی دی.