امریکا کښې عجیبه زرافه زیږیدلي ده
Aug 24, 2023 11:07 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې په ټینیسي ایالت کښې یوه داسې زرافه زیږیدلي ده چې ټول خلک یې حیرانه کړي دي ځکه چې د هغې په جسم او بدن باندې هیڅ ډول نښه یعني حالونه نشته او هغه کاملا خړه ده.
رسنیو وویل چې دغه زرافه د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په یودیرشمه نیټه زیږیدلي وه او عجیبه خبره دا ده چې د دغه زرافې اورمیږ هم اوږد نه دی لکه څرنګه چې نورې زرافه یې لري.
د امریکا د ژوبڼ وویل دغه زرافه شپږ فټه دنګه ده او اوس له خپلې مور او د ژوبڼ د چارواکو لخوا یې څارنه کیږي.
ټیګونه