د اوکراین جنګ د امریکا ۴۳ میلیارډه ډالره وخوړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137738-د_اوکراین_جنګ_د_امریکا_۴۳_میلیارډه_ډالره_وخوړل
اسپوتنیک خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د دفاع وزیر مرستیال کاټلین هیکس وویل اوکراین ته د واشنګټن د اخري پوځي مرستو له استول کیدا وروسته دغه مرستې له درې څلویښت میلیارډه ډالرو څخه اوښتي دي.
(last modified 2023-08-29T22:35:27+00:00 )
Aug 29, 2023 07:51 Asia/Kabul
  • د اوکراین جنګ د امریکا ۴۳ میلیارډه ډالره وخوړل

اسپوتنیک خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د دفاع وزیر مرستیال کاټلین هیکس وویل اوکراین ته د واشنګټن د اخري پوځي مرستو له استول کیدا وروسته دغه مرستې له درې څلویښت میلیارډه ډالرو څخه اوښتي دي.

هغه د ملي دفاع د صنایعو د ټولنې په کانفرنس کښې وویل په اتلسو میاشتو کښې چې د اوکراین پرضد د روسیې د جنګ د پیلیدا تیرې شوي دي مونږ اوکراین ته درې اعشاریه یو میلیونه راکټونه ، هوانونه او د توپونو  ګولې استولي دي او دا «کي یف» ته د استول شویو وسلو یوازې څلور شیان دي.

د امریکا د دفاع وزیر مرستیال وویل واشنګټن هماغه راز تجارتي ټیکنالوژیو ته د اوکراین د لاسرسي لپاره چې د جنګ په میدان کښې له کي یف سره مرسته کوي له خصوصي برخې سره ملګرتیا کړي ده.

د امریکا د راتلونکي میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ریپبلیکن ګوند کاندید ویوک راماسوامي وویل د اوکراین جنګ د واشنګټن په ګټه نه دی او که چیرې امریکا لاسوهنه ونکړي او ووايي چې نور د اوکراین ملاتړ نه کوي نو په دغه هیواد کښې جنګ همدا اوس  پاې ته رسیږي.

د روسیې چارواکو او ځینې کارپيژاندو او لویدیځو رسنیو د اوکراین جنګ د روسیې او د لویدیځې ترمینځ د نورو په استازي توب جنګ بللی دی.