نایجریا کښې ۲۴۰۰۰ کسان بې درکه شوي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د نایجریا په شمال ختیځ سیمه کښې د بوکوحرام ترهګرې ډلې د حملو زیاتیدل د زرګونو کسانو د بې درکه کیدا سبب شوي دي.
نایجریا هیواد له تیرو کلونو راهسې د خونړیو حملو کتونکی دی.
دغه حملې لومړۍ د نایجریا له شمال څخه پیل شوې او وروسته نورو سیمو ته پراخې شوې.
بوکوحرام ترهګرې ډلې په دوه زره نهم میلادي کال کښې د نایجریا په شمال کښې د دیره کیدا په هدف سره وسلې په لاسونو کښې واخیستلې او خپلې حملې یې نیجر، چاډ او د کامرون هیواد شمالي سیمو ته هم وغځولې.
د نایجریا د علامین فاونډیشن او د بښنې د نړیوالې موسسې «ایمنیسټي اینټرنیشنل» مدیر عیسی سانوسي وویل په تیرو څوارلسو کلونو د هیواد په شمال ختیځ سیمه کښې د بوکوحرام ترهګرې ډلې د حملو د زیاتیدا په دلیل څه د پاسه درویشت زره کسان بې درکه شوي دي.
د بوکو حرام ترهګرې ډلې دغه راز له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه د نایجریا په ګاونډیو هیوادونو کامرون ، چاډ او نیجر کښې هم ترهګرې حملې کړي دي.