طالبانو په پاکستان کې چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i178338-طالبانو_په_پاکستان_کې_چاودنه_وغندله
طالبانو د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې پر یو جومات د انتحاري برید غندنه کړې ده.
(last modified 2026-09-19T07:13:00+00:00 )
Sep 19, 2026 11:41 Asia/Kabul
  •  طالبانو په پاکستان کې چاودنه وغندله

طالبانو د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې پر یو جومات د انتحاري برید غندنه کړې ده.

طالبانو د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې پر یو جومات د انتحاري برید غندنه کړې ده.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په کوهاټ ښار کې د پولیسو مرکز ته څېرمه پر یوه جومات د تېرې ورځې انتحاري برید غندلی دی.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو د قوماندانۍ په جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

که څه هم پاکستان د ترهګریزو بریدونو د تنظیم مسوولیت په افغانستان کې د ځینو ډلو پر فعالیتونو پورې تړلی بللی، خو طالبانو ویلي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي.