نایجریا کښې ۲۴۰۰۰ کسان بې درکه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137742-نایجریا_کښې_۲۴۰۰۰_کسان_بې_درکه_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د نایجریا په شمال ختیځ سیمه کښې د بوکوحرام ترهګرې ډلې د حملو زیاتیدل د زرګونو کسانو د بې درکه کیدا سبب شوي دي.
(last modified 2023-08-29T07:35:29+00:00 )
Aug 29, 2023 11:59 Asia/Kabul
  • نایجریا کښې ۲۴۰۰۰  کسان بې درکه شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د نایجریا په شمال ختیځ سیمه کښې د بوکوحرام ترهګرې ډلې د حملو زیاتیدل د زرګونو کسانو د بې درکه کیدا سبب شوي دي.

نایجریا هیواد له تیرو کلونو راهسې د خونړیو حملو کتونکی دی.

دغه حملې لومړۍ د نایجریا له شمال څخه پیل شوې او وروسته نورو سیمو ته پراخې شوې.

بوکوحرام ترهګرې ډلې په دوه زره نهم میلادي کال کښې د نایجریا په شمال کښې د دیره کیدا په هدف سره وسلې په لاسونو کښې واخیستلې او خپلې حملې یې نیجر، چاډ او د کامرون هیواد  شمالي سیمو ته هم وغځولې.

د نایجریا د علامین فاونډیشن او د بښنې د نړیوالې موسسې «ایمنیسټي اینټرنیشنل» مدیر عیسی سانوسي وویل په تیرو  څوارلسو کلونو د هیواد په شمال ختیځ سیمه کښې د بوکوحرام ترهګرې ډلې د حملو د زیاتیدا په دلیل څه د پاسه درویشت زره کسان بې درکه شوي دي.

د بوکو حرام ترهګرې ډلې دغه راز له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه د نایجریا په ګاونډیو هیوادونو کامرون ، چاډ او نیجر کښې هم ترهګرې حملې کړي دي.