د چیلي ښاریز ۴۲ کاله وروسته مور معلومه کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی په چیلي هیواد کښې د زیږیدیدا په ورځ له مور څخه جلا شوی کس له دوه څلویښت کلونو وروسته د خپلې مور په موندلو کښې بریالی شوی دی.
د مور او د زوي د لومړۍ کتنې په وخت ډیر جذباتې مناظر رامینځته شول.
د چیلي هیواد دوه څلویښت کلن سړي تهایډن له کلونو کلونو زیار وروسته خپله حقیقي مور پیدا کړه.
د چیلي هیواد دغه دوه څلویښت کلن سړی د سانتایاګو په یوه روغتون کښې زیږیدلی و او د زیږیدا په ورځ هغه نرسانو غلا کړی و او د هغه مور ته یې ویلي وو چې ستا مړ بچی زیږولی دی.
د روغتون دغه نرسانې د هغه ډلې غړي وې چې د نویږو ماشومانو په غلا کولو سره به یې هغه په هغو کسانو خرڅول چې بچیان یې نه درلودل.
د چیلي د هیواد د دغه سړي د ساتونکي(پالونکي) کورنۍ غړیو ښاغلي تهایډن ته وویل چې ته هیڅ ژوندي خپلوان نلرئ ځکه خو مونږ ته په ماشومتوب کښې واخیستې او اوس دغه سړی تل له خپل حقیقي خاندان او کورنۍ سره ملاویدا ته لیواله دی.
بل خوا ته د چیلي هیواد د دغه سړي حقیقي مور هیڅ خبره نه وه چې د هغې زوی ژوند دی او کومې بلې ښځې هغه لوی کړی دی.
د چیلي هیواد دغه ښاریز تهایډن ته په روان کښې له خپلې حقیقي مور سره هغه وخت د ملاویدا هیله پیدا شوه کله چې ورته پته ولګیده چې یوه این جي او شته چې په وسیله یې جلا شوي ماشومان له کلونو کلونو وروسته له یوبل سره ملاو او یوځاې شوي دي .
دغه این جي او(NGO) د سړي ټوله تاریخچه ولوستله او روغتون ته لاړ او هلته معلومه شوه چې تهایډن له خپلې ټاکلي نیټې مخکې زیږیدلی و او هغه په انکوپټر کښې کیښودل شوی و او مور یې کور ته استول شوي وه.
کله چې د چیلي هیواد د دغه ښاریز مور ګونزالیز د خپل ماشوم د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته بیرته ورغله نو ورته وویل شو چې زوی دې مړ شوی او مړی یې خاورو ته سپارل شوی.
این جي او د ډي این ای ازموینې په وسیله د چیلي هیواد د ښاریز تهایډن حقیقي مور معلومه کړه