ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
په سر کښې به د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه راواخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي یو انځور چاپ کړی دی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: په تاندې او قانون مدارې پوهنتوني فضا باندې د رئیسي ټینګار.
د خبر په دوام ککښې لولو چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون په یوې خبري غونډې کښې وویل: ټولې نښې نښانې د ودې او پرمختګ ښودنه کوي.
دوي په ایران کښې د کرونا په ختمولو کښې د روغتیا او درملنې د کدر له خوا ترسره شویو هلوځلو ته په اشارې سره وویل: د بودجې خسارې په هیواد کشې ډیرې سترې ستونزې جوړولې شوې خو په هیواد کښې د سرچینو په جوړیدو سره دغه کموالی جبیره شو او ۶۰فیصدو ته کابو شوی تورمي وضعیت، په اوسني ۴۶ فیصدو بدل شو او هم داشان د بنیادي شیانو وضعه د ډاډ وړ شوه او د کار کسب او تحصیل حالات هم بدل شول.
ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: د علم او پوهې د چاپیریال ساتنه او د علم او پوهې لوړاوی، په پوهنتونونو کښې د ارامښت په ساتنه کښې دی. دا د استاد، محصل، مدیر او د پوهنتون د ټولو کارکونکو په کار پورې اړه لري. پکار دي چې په پوهنتون کښې علمي تاندوالی وساتل شي او زیانمن نه شي. په پوهنتونونو کښې باید د آزاد اندیشۍ او نظریه ورکونې کرسۍ فعالې شي او د خبرواترو او ویلو اوریدلو فضا هم باید برابره شي او مونږ تل د دې کارونو هرکلی کړی دی.
*/*/*/*/
«عمران خان آزاد شو»
دا د تهران چاپ د جمهوري اسلامي ورځپاڼې د یو خبر عنوان دی چې ورسره یې د پاکستان حریکِ انصاف د مشر او د پخواني وزیراعظم عمران خان یو انځور هم راخیستی دی.
په خبر کښې د پاکستاني رسنیو په حواله لولو: د اسلام آباد هايي کورټ پرون د عمران خان د زندن د ځنډولو د حکم په صادرولو سره وویل چې د هغه محاکمه د قوانینو خلاف ترسره شوې ده. هغه د پاکستان پولیسو او د فیډرل تحقیقاتو ادارې ته امر وکړ چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم خلاف د مالي فساد د دوسیې په هکله نوي تحقیقات وکړي او نتایج یې محکمې ته وړاندې کړي.
هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د یوکرین د ولسمشر د صلاحکار له قوله لیکلي دي: اوس په روسیه کښې هر ځاې او هر څیز په نښه کوې شو.
په دې خبر کښې د زلنسکي د صلاحکار له خولې راغلي دي: اوس نو یو داسې باور موجود دی چې مونږ کوې شو په روسیې کښې هر څیز له مینځه یوسو، د مثال په توګه په کریمه کښې دغه کار کوې شو.
جمهوري اسلامي په یو بل خبر کښې لیکلي دي: په ۱۲۸ اسرائیلي ښاریزو مشتمله یوه الوتکه د عربستان په خاوره کښې کوزه شوې ده.
په خبر کښې راغلي چې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې مقصد یې تل ابیب و، وړمه شپه ناوخته په دې ادعا سره چې تخنیکي ستونزه په کښې راغلې ده، د عربستان د جدې په هوايي ډګر کوزه شوې ده.
د فلسطین سماء خبري آژانس وايي چې دغې الوتکې د کښیناستو په وخت بیړنی یا ایمرجنسي حالت نه وه اعلان کړی.
اخوا د صهیونیسټي رژیم خارجه وزارت په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې په دغې الوتکې کښې ۱۲۸ تنه اسرائیلي ښاری سپاره وو.
*/*/*/*/
اوس به کیهان ورځپاڼه راواخلو چې دا هم له تهرانه چاپیږي. له دې ورځپاڼې به هم درسره د ځینو بهرنیو خبرونو لنډیز شریک کړو.
د یوکرین ولسمشر د دغه هیواد خلکو ته په خطاب کښې ویلي دي: جنګ به ډیر اوږد شي او د یوکرین خلک هم باید د صهیونیسټي رژيم په شان په جنګي حالاتو کښې په ژوند تیرولو عادت وکړي.
د فرانسې د ښوونې او روزنې وزیر په دغه هیواد کښې د ښوونځیو له خلاصیدو څو ورځې مخکښې وویل: د فرانسې په حکومتي ښوونځیو کښې د مسلمانو نجونو لپاره د اسلامي عبا(ارتې او اوږدې جامې) اغوستل منع دي.
د عراق د سرحدي لارو مدیر ویلي دي: تمه ده چې سږ کال سږ کال د حسیني اربعین په لاریون کښې د تیرو کلونو په پرتله ډیر زیاتوال ګډون وکړي او یو نوی ریکارډ جوړ کړي.
او په نیجر باندې واکمنې نوې پوځي شورا له دغه هیواده د وتلو لپاره د فرانسې سفیر ته د ۴۸ ساعته الټي میټم له ورکولو وروسته پرون په پلازمینه نیامي ښار کښې د فرانسې د سفارت اوبه او بریښنا بنده کړه او د سفارتخانې لپاره یې د هر ډول خوړو او شیانو په برابرولو بندیز ولګوه
*/*/*
اوس د افغانستان په هکله د بهرنیو ورځپاڼو لیکنې او مقالې ګورو.
په دې لړ کښې د برېتانیا چاپ ابزور ورځپاڼه لیکي، د برېتانیا سنټرال بدفورد شایر سیمه کې په لسګونه هغه افغانان دېره دي، چې د طالبانو له وېرې له افغانستانه وتلي دي.
خو په همدغه سیمه کې په لسګونو اوکراینیانو پناه اخیستې ده.
د ورځپاڼې په ټکو، شمیرې ښيي چې په دغه سیمه کې ۴۹ افغانان ژوند کوي.
ورځپاڼه زیاتوي،دا شمېرې په داسې حال کې خپریږي چې یوې خیریه موسسې د برېتانیا حکومت ته خبرداری ورکړی دی، چې دوی افغانان کډوال بې سرنوشته پرېښي دي.
وړاندې لولو، واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته لندن د افغانانو د تخلیې او بیا میشتیدو لپاره دوه طرحې پلې کړې.
ډېر تمرکز پر هغو کسانو و، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی او بل هغه زیان لیدونکی قشر و، چې د طالبانو له امله يې ژوند له خطر سره مخ و.
ورځپانه زیاتوي، نوې شمیرې ښيي، د طرحو پر اساس څه باندې شل زره افغانان په تېرو دوو کلونو کې په برېتانیا کې بیا مېشت شوي دي.
خو د خیریه موسسو فعالان نیوکه کوي، چې د افغانانو د بیا مېشتیدو طرحه ډېره ورو روانه ده.
په برېتانیا کې د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، دا شمېرې هغه ترېخ حیقیت روښانه کوي چې د برېتانیا حکومت د زیانمنیدونکو افغانانو د ملاتړ په برخه کې ناکام شوی دی.
ورځپاڼې د افغان او اوکرایني کډوالو وضعیت سره پرتله کړی او لیکي، د موقتي بیا مېشتیدو د پلان پر اساس د تېر کال تر جون میاشتې پورې څه باندې ۱۲۰ زره اوکرایینان برېتانیا ته رسېدلي او له هغې ډلې ۴۳۷ تنه د سنټرال بدفورد شایر په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
ابزور په داسې حال کې، په برېتانیا کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه لیکي، چې له عربي اماراتو خپریدونکې نشنل ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپانې د یوې افغانې فعالې چې له افغانستانه وتلې دا خبره چې وايي،" زموږ هیلې زموږ د سترګو پر وړاندې مړي" د خپل مطلب په پیل کې راخیستې ده.
کریستال بیات په هند کې زده کړې کړې وې او افغانستان ته له ستنیدو وروسته يې د عدالت او مساوات په نوم یو بنسټ جوړ کړ،چې پر مدني حقونو او سیاست يې تمرکز ډېر و.
هغې ویلي، سره له دې چې دتېر نظام پر مهال په هېواد کې جګړه وه خو دې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره خوشاله ژوند درلود.
اغلې بیات واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته په کابل کې په مظاهرو کې هم ګډون کړی دی.
د ورځپاڼې په ټکو، با عزته مرګ له هغې ژونده ښه ده چې له سپکاوي ډک وي.
طالبانو په خپله تېره دوه کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي، نجونې له پوهنتونې زده کړو راګرځولي او د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول يې په ټولو نادولتي او ډېر شمېر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
همدرانګه په عامه ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ هم بندیز لګول شوی دی.
*/*/