د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137826-د_امریکا_پخواني_ولسمشر_ټرمپ_خبرداری_ورکړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا پخواني سرزوري ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي دي که چیرې زه بیا ولسمشر جوړ شوم نو له سیاسي دښمانانو سره به هغه کار وکړم کوم چې اوس له ما سره روان دی.
(last modified 2023-08-31T01:48:12+00:00 )
Aug 31, 2023 06:15 Asia/Kabul
  • د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا پخواني سرزوري ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي دي که چیرې زه بیا ولسمشر جوړ شوم نو له سیاسي دښمانانو سره به هغه کار وکړم کوم چې اوس له ما سره روان دی.

 ټرامپ د امریکا واکمن ډیموکراټ ګوند ته خبرداری هم ورکړ.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپلې واکمنۍ په وخت د  پخوانۍ خارجه وزیرې هیلاري کلینټن د نه نیول کیدا په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل اوس له ما سره هیڅ انتخاب نشته.

هغه وویل زما پرضد ټولو دسیسو کښې د اوسني ولسمشر جوبایډن لاس دی.

د ویلو ده چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ۲۰۲۰ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګډوډولو او له ځان سره د پټو حکومتي سندونو د ساتلو په شمول له یونوي(۹۱) جنایي دوسیو سره مخامخ دی.

ټرامپ د دغو ټولو تورونو په ردولو سره ویلي دي چې زه د سیاسي غچ اخیستلو قرباني یم.