د دنیا داسې جزیره چیرې په ګاډو بندیز دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپا په یوه هیواد یونان کښې په یوې ښکلي جزیرې « هایډرا» کښې د عام ګاډو په چلولو او تګ راتګ بشپړه بندیز دی.
د یونان په دغه جزیرې کښې د روغتونونو له امبولانسونو او د اور وژونکو ګاډو یعني فایر بریګیډ پرته د هر ډول ګاډو په چلولو او تګ راتګ باندې بشپړه بندیز دی.
راپورونه وايي چې د یونان د دغه ټاپو ښکلا د هغې چار چاپیر شنې اوبه ، صافې او پاکې کوڅې ، سړکونه او د خوشبو لرونکو ونونو او بوټو شتون دی.
د یونان په دغه جزیرې کښې د ګاډو د تګ راتګ په وجه شور ماشور جوړیده او د ککړتیا په وجه د ښار ښکلا هم اغیزمنه کیدله.
په دې سربیره د یونان هیواد د دغه جزیرې په تنګو کوڅو کښې د ګاډو چلول مشکل هم وو نوځکه هلته د ګاډو په چلولو او تګ راتګ باندې بندیز ولګول شو اوس هلته یوازې د اسونو د پښو غږونه اوریدل کیږي.
د یونان دغه جزیرې ته په رسیدا هلته هر ځاې یوازې اسونه ، خرونه او کچر لیدل کیږي کوم چې هلته د تګ راتګ لپاره کارول کیږي او د جزیرې خلک هم د خپل روزګار لپاره د اسونو او خرونو په وسیله له یوځاې څخه بل ځاې ته ځي راځي.
د یونان دغه جزیرې ته تلونکي سیلانیان وايي هايډرا یوه داسې جزیره ده کوم چې انسان ته د پخوا وخت وریادوي او په زړه پورې خبره دا ده چې د دغه سیمې خلک په ګاډو باندې د بندیز په وجه ډیر خوشحاله او پرسکونه دي.
د یونان دغه جزیرې ته ورتلونکي سیلانیان تر کلونو کلونو پورې خپل سفر یاد ساتي.