د لیبیا پخوانی مشر معمر قذافي ژوند شوی خلک حیرانه شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138040-د_لیبیا_پخوانی_مشر_معمر_قذافي_ژوند_شوی_خلک_حیرانه_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د لیبیا خلک د دغه هیواد د پخواني دیکتاتور معمر قذافي د هم شکله کس په لیدو سره بیخي حیرانه شول.
(last modified 2023-09-04T06:12:30+00:00 )
Sep 04, 2023 10:39 Asia/Kabul
  • د لیبیا پخوانی مشر معمر قذافي ژوند شوی خلک حیرانه شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د لیبیا خلک د دغه هیواد د پخواني دیکتاتور معمر قذافي د هم شکله کس په لیدو سره بیخي حیرانه شول.

په لیبیا کښې نن سبا پخواني مشر معمر قذافي ته ورته یو کس د خلکو د پام په مرکز بدل شوی دی.

د لیبیا په پلازمینې کښې د موجود کس په مخ او څيرې سربیره د هغه ویښتان، د  ژوند انداز او طریقې هم معمر قذافي ته ورته دي.

راپورونه وايي د لیبیا ځینو خلکو د دغه سړي په لیدو سره سیاسي شعارونه ورکړل او د هغه د خوښتیا اظهار یې هم وکړ.