مجارستان:
امریکا دې مونږ ته د ډیموکراسۍ سبق نه راکوي
د مجارستان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چي امریکا حق نه لري د نورو هیوادونو د ډیموکراسۍ په هکله وېناوې او سپارښتنې وکړي.
د مجارستان د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیجارتو د شمالي مقدونیې له خارجه وزیر بوجار عثماني سره له خبرو وروسته، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټرامپ له نوماند کېدو نه د مخنیوی لپاره د بایډن د حکومت او د ډیموکراټانو هلو ځلو ته په اشارې سره وویل: امریکا اوس باید نورو هیوادونو او مجارستان ته د اخلاقي پیغامونو او سپارښتنو له ورکولو ډډه وکړي.
سیجارتو له دې مخکې ادعا کړې وه چي هیواد یې هیلمن دی چي ټرامپ بیا ځلې ولسمشر شي ځکه چي د اوکراین د بحران له هوارولو سره مرسته کولایشي.
د مجارستان لومړي وزیر ویکټور اوربان له دې مخکې هم په ځلونو واک ته د ټرامپ له بیا راستنېدو هیله څرګنده کړې وه.
اوربان همدارنګه په ناټو کې د اوکراین له غړیتوب سره په مخالفت کې ویلي چي لوېدیځوال باید په ناټو کې د اوکراین له غړیتوب نه تېر شي او د نړیوال امنیت په هکله روسیې سره مذاکره وکړي.