د امریکا ښاریز په کال کښې ۷۷۷ فیلمونه وکتل
زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې د فیلمونو یوه مینه وال په یوه کال کښې د اوه سوه اوه اویا(۷۷۷) فیلمونو په کتلو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
د ګینز بک اف ورلډ ریکارډ کتاب د راپور پراساس د امریکا ښاریز «زیک سووپ» د تیر میلادي کال له جولاۍ میاشتې راهسې د روان میلادي کال تر جولاۍ میاشت پورې په سینما کښې اوه سوه اوه اویا (۷۷۷)فیلمونه ولیدل.
له دې مخکې په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې د فرانسې ښاریز «ونسنټ کرون» په یوه کال کښې د اوه سوه پینځلسو فیلمونو په لیدلو سره ریکارډ جوړ کړی و.
د امریکا دوه دیرش کلن ښاریز زیک سووپ وویل زه د فیلمونو ډیر عاشق یم او هر کال سینما ته په ورتلو سره له سلو تر یوسل پنځوسو پورې فیلمونه ګورم.
د امریکا دغه ښاریز د ریکارډ د جوړولو لپاره د ریګل سینما په نوم سینما کښې ځان ته ځاې برابر کړ او هغه هره میاشت دوه ویشت ډالره ورکول.
د امریکا ښاریز په یوه ځاې کښې له کار کولو سره سره دغه کار ترسره کړ او هغه هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه د ورځې تر پاو کم دوه بجو پورې کار کاوه او وروسته بیا سینما ته تله.
د امریکا دغه ښاریز زیک سووپ هره ورځ کابو درې فیلمونه لیدل او د نړیوال ریکارډ د جوړولو لپاره هغه ټول فیلمونه له پیل څخه تر اخره پورې ضرور لیدل.
په دغه کار کښې دغه شرط هم و چې د فیلم د لیدو په وخت به هغه کوم بل فعالیت او کار نه کوي یعني هغه د سینما دننه یې نه خوب کولای شو او نه یې موبایل ټیلي فون استعمالولای شو.