د امریکا ښاریز په کال کښې ۷۷۷ فیلمونه وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138296-د_امریکا_ښاریز_په_کال_کښې_۷۷۷_فیلمونه_وکتل
زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې د فیلمونو یوه مینه وال په یوه کال کښې د اوه سوه اوه اویا(۷۷۷) فیلمونو په کتلو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
(last modified 2023-09-10T04:37:06+00:00 )
Sep 10, 2023 08:56 Asia/Kabul
  • د امریکا ښاریز په کال کښې ۷۷۷ فیلمونه وکتل

زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې د فیلمونو یوه مینه وال په یوه کال کښې د اوه سوه اوه اویا(۷۷۷) فیلمونو په کتلو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د ګینز بک اف ورلډ ریکارډ کتاب د راپور پراساس د امریکا ښاریز «زیک سووپ» د تیر میلادي کال له جولاۍ میاشتې راهسې د روان میلادي کال تر جولاۍ میاشت پورې په سینما کښې اوه سوه اوه اویا (۷۷۷)فیلمونه ولیدل.

له دې مخکې په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې د فرانسې ښاریز «ونسنټ کرون» په یوه کال کښې د اوه سوه پینځلسو فیلمونو په لیدلو سره ریکارډ جوړ کړی و.

د امریکا دوه دیرش کلن ښاریز زیک سووپ وویل زه د فیلمونو ډیر عاشق یم او هر کال سینما ته په ورتلو سره له سلو تر یوسل پنځوسو پورې فیلمونه ګورم.

د امریکا دغه ښاریز د ریکارډ د جوړولو لپاره د ریګل سینما په نوم سینما کښې ځان ته ځاې برابر کړ او هغه   هره میاشت دوه ویشت ډالره ورکول.

د امریکا ښاریز په یوه ځاې کښې له کار کولو سره سره دغه  کار  ترسره  کړ او هغه هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه د ورځې تر پاو کم دوه بجو پورې کار کاوه او وروسته بیا سینما ته تله.

د امریکا دغه ښاریز زیک سووپ هره ورځ کابو درې فیلمونه لیدل او د نړیوال ریکارډ د جوړولو لپاره هغه ټول فیلمونه له پیل څخه تر اخره پورې ضرور لیدل.

په دغه کار کښې دغه شرط هم و  چې د فیلم د لیدو په وخت به هغه کوم بل فعالیت او کار نه کوي یعني هغه د سینما دننه یې  نه خوب کولای شو او نه یې موبایل ټیلي فون استعمالولای شو.