سعودي عربستان کې لسو دقیقو کښې یوه ښځه طلاق کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138316-سعودي_عربستان_کې_لسو_دقیقو_کښې_یوه_ښځه_طلاق_کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی په سعودي عربستان کښې په هرو لسو دقیقو کښې یوې ښځې ته د طلاق د ورکول کیدا خبره ایشوا شوي ده.
(last modified 2023-09-10T06:14:37+00:00 )
Sep 10, 2023 10:41 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان کې لسو دقیقو کښې یوه ښځه طلاق کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی په سعودي عربستان کښې په هرو لسو دقیقو کښې یوې ښځې ته د طلاق د ورکول کیدا خبره ایشوا شوي ده.

د سعودي عربستان «عکاظ» ورځپاڼې ویلي دي د هیواد د سرشمیرنې د ادارې لخوا په خپرو شویو شمیرنو کښې معلومه شوي ده چې په هیواد کښې هره ورځ یوسل اته شپيته(۱۶۸) ښځې طلاق کیږي.

د تیر میلادي کال تر اخر پورې په سعودي عربستان کښې په څو میاشتو کښې له اوه پنځوسو زرو(۵۷۰۰۰) څخه زیاتو ښځو ته طلاقون ورکړل شوي وو.

د سعودي عربستان د سرشمیرنې اداره وايي چې د تیرو کلونو په نسبت په تیر میلادي کال په هیواد کښې ښځو ته د طلاقونو اندازه او شمیر زیات شوی دی.

دغه شمیرنې وايي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په پرتله تیر میلادي کال ښځو ته د طلاق اندازه نولس فیصده زیاته شوي ده او  اوس په عربستان کښې هره ورځ یوسل اته شپيته(۱۶۸) ښځو ته طلاقونه ورکول کیږي.

په عربستان کښې په هر ساعت کښې اوو ښځو او هره ورځ یوسل اته شپیتو میرمنو ته طلاقونه ورکول کیږي.

ویل کیږې چې د سعودي عربستان په یوه نه یوه ښار کښې د لسو دقیقو له پیلیدا مخکې یوې نه یوې ښځې ته خامخا طلاق ورکول  کیږي.

د سعودي عربستان «عکاظ »ورځپاڼې د ټولنیزو چارو له کارپيژاندو سره خبرې او مرکې کړي دي او هغوې په عربستان کښې د طلاقونو د زیاتیدا موردونه له اینټرنیټ او ټولنیزو سایټونو سره اړونده بللي او ویلي یې دي چې د اینټرنیټ او د ټولنیزو سایټونو د زیات لیدو له کبله ټولنیز بدلونونه رامینځته کیږي کوم چې بالاخره د طلاق سبب کیږي.