روسیې د امریکا او د ارمنستان مانورې ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138340-روسیې_د_امریکا_او_د_ارمنستان_مانورې_ته_غبرګون_وښود
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له امریکا سره د ارمنستان د ګډې پوځي مانورې ترسره کیدا ته د ماسکو د چارواکو د غبرګونونو په دوام کښې د ایروان دغه اقدام د خواشینۍ سبب وباله.
(last modified 2023-09-10T21:14:32+00:00 )
Sep 11, 2023 01:41 Asia/Kabul
  • روسیې د امریکا او د ارمنستان مانورې ته غبرګون وښود

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له امریکا سره د ارمنستان د ګډې پوځي مانورې ترسره کیدا ته د ماسکو د چارواکو د غبرګونونو په دوام کښې د ایروان دغه اقدام د خواشینۍ سبب وباله.

د ارمنستان دفاع وزارت د تیرې اونۍ په چهارشنبې ورځ وویل د جنوبي قفقاز دغه هیواد به د  امریکا په شتون سره د ۲۰۲۳ میلادي کال د ایګل پارټنر په نوم پوځي مانوره د سپتمبر د میاشتې له یولسمې څخه تر شلمې نیټې پورې ترسره کړي.

د روسیې خارجه وزیر لاوروف ټینګار وکړ ماسکو جنوبي قفقاز سیمې ته د نفوذ لپاره د یوه جنګ غواړي هیواد( امریکا) په هڅې کښې مثبت ټکی نه وینی او عقیده لري چې دغه موضوع د ارمنستان هیواد په شمول د هیڅ هیواد لپاره ګټه نلري.

سرګي لاوروف وویل روسیه جنوبي قفقاز سیمې ته د نفوذ لپاره د ناټو د هڅو د مثبتو نتیجو اټکل نه کوي.

د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم په تیرې چهارشنبې ورځ  خبریالانو ته وویل چې د امریکا او د ارمنستان د ګډې پوځي مانورې د ترسره کولو لپاره د ایروان پروګرامونه په اوسنیو شرایطو کښې د ناوړه شک د رامینځته کیدا سبب ګرځي.

په عین حال کښې د روسیې خارجه وزارت وړمه ورځ د ارمنستان د  ماسکو ضد اقداماتو وروسته د دغه هیواد سفیر احضار کړ.

د روسیې چارواکي باوري دي چې له امریکا سره د ګډې پوځي مانورې د ترسره کولو لپاره د ارمنستان پلان په قفقاز سیمه کښې بې ثباتۍ ته لمن وهي.