پوټین په پوره ډآډ سره برازیل ته راتلایشي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138364-پوټین_په_پوره_ډآډ_سره_برازیل_ته_راتلایشي
د برازیل ولسمشر د نړیوالې محکمې د حکم په خلاف اعلان وکړ چي د روسیې ولسمشر په اسانه کولایشي برازیل ته سفر وکړي.
(last modified 2023-09-11T07:53:39+00:00 )
Sep 11, 2023 12:22 Asia/Kabul
  • پوټین په پوره ډآډ سره برازیل ته راتلایشي

د برازیل ولسمشر د نړیوالې محکمې د حکم په خلاف اعلان وکړ چي د روسیې ولسمشر په اسانه کولایشي برازیل ته سفر وکړي.

د برازیل ولسمشر لولا داسیلوا د جي ۲۰ ډلې د غونډې په ترڅ کې وویل: مونږ د روسیې د ولسمشر پوټین د نیولو لپاره د نړیوالې محکمې حکم نه منو او پوټین په پوره ډاډ سره، کولایشي برازیل ته سفر وکړي.

هغه زیاته کړه: که زه د برازیل ولسمشر ووسم او پوټین راشي برازیل ته، هیڅ امکان نه شته چي هغه ونیول شي.

لولا داسیلوا جوته کړه: برازیل نه غواړي چي په جنګي دسیسو کې برخه واخلي او د جي ۲۰ ډله هم د دغو خبرو لپاره مناسب ځای نه دي، داسي مسایل باید په ملګرو ملتونو کې مطرح شي.

د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشته کې د هاګ نړیوالې محکمې د ماشومانو د غیرقانوني لېږدولو په تور د روسیې د ولسمشر پوټین او د روسیې د ماشومانو د حقوقو د کمیتې مشرې ماریا لووا بلوا د نیولو حکم صادر کړ.

روسیه د هاګ نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني او دا تورونه یې بې بنیاده بللې او ټینګار کوي چي روسیه د نښتو پر مهال ماشومان یې امن سیمو ته منتقل کړي دي.

پوټین تېره میاشته د بریکس ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره جنوبي افریقا ته له سفر څخه ډډه وکړه ځکه چي دغه هیواد د نړیوالې محکمې غړیتوب لري.