کور کښې شته میږي په کوم ډول ختمولای شو
زمونږ خبریال راپور راکړی که چیرې په کوم کور کښې میږي پیدا شي نو ځان ترې خلاصول ډیر مشکل ښکاري.
خو اوس یوه سړي« جورډن هولیټ »د کور دننه د میږیو له مړ کولو د خلکو په منع کولو سره له میږیو څخه د ځانونو د خلاصولو لپاره اسانه روده ښودلي ده.
جورډن هولیټ په اینټرنیټ باندې یوه ویډیو خپره کړي ده چې پکښې خلکو ته وايي د خپل کور دننه هیڅکله میږي مه مړ کوئ ځکه چې نور میږي هم بیا کور ته درځي.
جورډن هولیټ وايي په کور کښې د مړو شویو میږیو له بدن څخه یو ډول بوې خارجیږي کوم چې لیرې لیرې پراتو میږیو ته هم وررسیږي او په دې ډول ټول ژوندي میږي د مړو شویو میږیو د مړیو د وړلو لپاره هلته ورځي.
دا یو حقیقت دی چې ژوندي میږي خپل مړه شوي میږي په خاورو کښې ښخوي.
جورډن هولیټ زیاتوي تاسو به د دغه خبرې په اوریدو سره حیرانه شئ چې د میږیو په هرې کالونۍ کښې څینې طاقتور او پیاوړي میږي وي د کومو کار چې د مړو شویو میږیو د مړیو اوچتول او کالونۍ ته بیرته وګرځول دي.
په هرې کالونۍ کښې د میږیو د خاورو ته د سپارلو لپاره یوه هدیره او قبرستان جوړیږي.
جورډن هالیټ وايي چې په کور کښې له موجودو میږیو د ځلان د خلاصولو لپاره لیکویډ انټ ټریپ(liquid and trap) یو تر ټولو ښه شی(اله) دی کوم چې سړی له بازار څخه ترلاسه کولای شي.
هغه وایي دا اله داسې بوې خارجوي چې میږیو ته ښه لګي او میږي د دغه بوې په لور ورځي او په دغه الې کښې ښخیږي.
جورډن هالیټ وايي که چیرې تاسو غواړئ چې کور ته مو میږي رانشي نو سره(red vinegar) سرکه استعمال کړئ.
سره سرکه د پودینې په اوبو یا د غاښونو په ټوت پیسټ کښې شامله کړئ او په ټول کور کښې یې وشیندئ او د تاسو کور ته به هیڅکله میږي درنشي.