د افغانانو په ګډون۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138598-د_افغانانو_په_ګډون۷۰۰_میلیونه_خلک_له_لوږې_سره_مخ_دي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.
(last modified 2023-09-16T05:03:33+00:00 )
Sep 16, 2023 09:31 Asia/Kabul
  • د افغانانو په ګډون۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.

د کلید ګروي د خبر له مخې، یادې ادارې ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره اړتیا داسې مهال زیاته شوې چې د بشري مرستو لپاره بودجه په کمېدو ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اجراییه مشرې «سینډي مککین» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د بودجې د کموالي له امله، دغه اداره اړه شوې چې له میلیونونو کسانو سره د خوړو مرستې بندې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

یاد پروګرام پر ټوېټر پاڼه لیکلي، د بودجې د کموالي له امله، په افغانستان کې بشري مرستو ته له اړو ۱۳ میلیونه وګړو څخه دوی یوازې له درې میلیونه کسانو سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، چې په بېړنۍ توګه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي.