یوګانډا هیواد کښې یوه کس له اوو انجلیو سره وادونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138628-یوګانډا_هیواد_کښې_یوه_کس_له_اوو_انجلیو_سره_وادونه_وکړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د افریقا په یوګانډا هیواد کښې یوه سړي چې له مخکې څخه واده لري په یوه ورځ کښې له اوو نورو انجلیو سره وادونه وکړل چې دوې(۲) پکښې سکه خویندې هم شاملې دي.
(last modified 2023-09-17T04:07:48+00:00 )
Sep 17, 2023 08:27 Asia/Kabul
  • یوګانډا هیواد کښې یوه کس له اوو انجلیو سره وادونه وکړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د افریقا په یوګانډا هیواد کښې یوه سړي چې له مخکې څخه واده لري په یوه ورځ کښې له اوو نورو انجلیو سره وادونه وکړل چې دوې(۲) پکښې سکه خویندې هم شاملې دي.

د یوګانډا هیواد درې څلویښت کلن ښاریز «حاجي حبیب سکونین» په یو لړ مراسمو کښې له اوو جینیو سره وادونه وکړل.

د واده په دغو مراسمو کښې د افریقا د  دغه ښاریز اولنۍ میرمنې هم ګډون درلود او هغه اوه کاله کیږې چې واده کړی و.

د یوګانډا دغه ښاریز درې څلویښت کلن حاجي حبیب خپلې هرې یوې ښځې ته په تحفې کښې یو یو ګاډی ورکړی دی.

هغه وايي زما په ټولو ښځو کښې د یوې بلې پرضد هیڅ حسد نشته او زه  په راتلونکي کښې نور وادونه هم کولای شم او زه اوس ځوان یم.

د یوګانډا دغه سړي وویل ما د خپل خاندان او د کورنۍ د سترولو لپاره په یووخت له اوو ښځو سره وادونه کړي دي او  زه غواړم چې زما کورنۍ ډیره ستره او خوشحاله وي.