د ویټنام هیواد میرمنې ته یولس کاله کیږي خوب نه ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138714-د_ویټنام_هیواد_میرمنې_ته_یولس_کاله_کیږي_خوب_نه_ورځي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ویټنام هیواد کښې یوه داسې میرمنه شته چې یولس کاله کیږي خوب نه ورځي او د پرله پسې ویښ پاتې کیدا وجه یې څه ده؟
(last modified 2023-09-18T05:38:06+00:00 )
Sep 18, 2023 10:00 Asia/Kabul
  • د ویټنام هیواد میرمنې ته یولس کاله کیږي خوب نه ورځي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ویټنام هیواد کښې یوه داسې میرمنه شته چې یولس کاله کیږي خوب نه ورځي او د پرله پسې ویښ پاتې کیدا وجه یې څه ده؟

د ویټنام یوې(۱) شپږدیرش کلنې میرمنې ادعا کړي ده چې دې یولس کاله کیږي چې ویده شوي نه ده او دې د یوه ښوونځي معلمه او استاده ده.

د ویټنام د میرمنې ټرانټهي په رسنیو باندې په مشهوریدا ده او معلومه شوي ده چې یولس کاله کیږي هغه نه ده ویده شوي.

د ویټنام دغه میرمنې په یوې مرکې کښې وویل یوه ورځ زما له سترګو اوښکې شروع شوې او د سترګو په پټولو سره هم دغه اوښکې بندې نشوې او نه د اوبو په اچولو سره  دغه اوښکې بندې شوې.

هغه وايي زما له سترګو د اوښکو بهیدل په خپله بند شول خو خوب مو لاړ.

د ویټنام دغه میرمنې وویل زه چې څومره کوشش هم وکړم خو خوب نه راځي او زما سترګې ستړي کیږي خو ذهن مو په کامل ډول ویښ وي.

هغه وايي زه یولس کاله کیږي چې یوازې سترګې پټوم او بیا څملم چې یو څه ارام وکړم خو خوب نه راځي.

د ویټنام دغه میرمنه چې کله روغتون ته ورغلله نو ډاکټرانو ورته وویل چې تا ته د سختې بې خوبې ناروغۍ لګیدلي ده.

کله چې دغه میرمنې د خوب لپاره درمل او دوایانې استعمال کړې نو نور اغیزونه پیل شول او هغې د درملو خوړل پریښودل.

د ویټنام دغه میرمنې وویل ما ته د خیټې او د هډوکو مشکلات هم دي چې ټول کال دوام لري.