د کویت ناوي له دریو دقیقو وروسته طلاق واخیست
Sep 20, 2023 11:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په کویت کښې یوې ناوي د خپل نوي ودګني لخوا د کم عقله ویلو په وجه له نکاح لوستلو یوازې درې دقیقې وروسته په محکمې او عدالت کښې د نکاح د ختمولو غوښتنه وکړه.
د کویت رسنیو وویل دغه هیواد د ښځې او د خاوند د نکاح د مراسمو په بشپړیدا سره دواړه له محکمې او عدالت څخه بهر وتل چې په دې وخت کښې د ناوي پښه په یوه شي کښې ښخه شوه او ودګني ته خپلې ناوي ته بیوقوف او کم عقله ټکی وکاروه.
په کم عقل ټکي کارولو سره ناوي غصه شوه او هغې په سمدستي ډول د محکمې له قاضي څخه د نکاح د ختمولو غوښتنه وکړه.
د محکمې قاضي هم د ناوي د غوښتنې په منلو سره له نکاح کابو درې دقیقې تیریدا وروسته دغه نکاح ختم اعلان کړ.
د راپورونو پراساس دا نکاح د کویت د تاریخ تر ټولو لنډ نکاح بلل کیږي.
ټیګونه