چین د بریتانیا په پلان سخته نیوکه وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو وزارت د هانګ کانګ د دړې وړې کولو او د اختلاف د رامینځته کولو لپاره د انګلستان پلان په ماتي محکوم وباله.
په هانګ کانګ کښې د چین د خارجه وزارت دفتر د چین د مالي مرکز یعني هانګ کانګ په هکله د انګلستان شپږ میاشتنی راپور وغند او د هانګ کانګ د دړې وړې کولو او د اختلاف د رامینځته کولو لپاره یې د لندن پلان په ماتي محکوم وباله.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کښې وویل هانګ کانګ په نولس سوه اوه نویم میلادي کال کښې د بریتانیا له سلطې څخه په وتلو او له چین سره په یوځاې کیدا سره د یوه هیواد او د دوو نظامونو د رودې په اجرا کښې نړیوال بریالیتوب ثبت کړ خو لندن دغه چاره نه خوښوي.
د چین د باندنیو چارو د وزارت د بیانیې پراساس د بریتانیا په راپور کښې د هانګ کانګ په ټولنیزو شرایطو او د هغه د ثبات لرونکي تجارتي فضا باندې سترګې پټې شوي دي او په مقابل کښې د چین ضد د ګډوډۍ ملاتړ شوی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کلونو کښې په انګلستان کښې د جنایتونو او د بې وزلۍ بې ساري زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د بریتانیا حکومت په خپل ځان باندې په کوم اعتماد سره په هانګ کانګ کښې د بشري حقوقو او د ډیموکراسۍ په حالت باندې نیوکه کوي.؟