په شمالي دارفور کې ۱۳ زره کسان په ملاریا اخته شوي
د سوډان د حکومت له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې پر مهال په شمالي دارفور کې د ملاريا د تبې نږدې ١٣ زره پېښې ثبت شوې دي.
د سوډان د حکومت له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې پر مهال په شمالي دارفور کې د ملاريا د تبې نږدې ١٣ زره پېښې ثبت شوې دي.
سپوتنیک خبري اژانس په داسې حال کې د لویدیځ سوډان په شمالي دارفور د الفشر په ښار کې د ملاریا د خپریدو خبر ورکړی چې په دې سیمه کې د درملو سخت کمښت شتون لري.
په دغه سیمه کې د پوځ او د چټکو ملاتړو ځواکونو ترمینځ د نښتو له امله په الفشیر ښار کې زیاتره طبی مرکزونه له فعالیته وتلی دی او دغه ښار د طبي سیستم د سقوط له خطر سره مخامخ دی.
د شمالي دارفور ولایت د روغتیا عمومي رییس احمد محمد الدومه رسنیو سره په خبرو کې ویلي، موږ د الفشر په ښار کې د ملاریا د ناروغانو په شمیر کې د زیاتوالي شاهدان یو او دغه وزارت تر اوسه د دغو ناروغانو ۱۳ زره پیژندلي او ثبت کړي دي.
دغه چارواکي د ملاریا او نورو بیړنیو درملو سخت کمبود، له ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو نړیوالو سازمانونو د مرستو کموالی او کارکوونکو ته د معاش نه ورکول په دې سیمه کې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو لاملونه بللي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په سوډان کې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د بمباریو، جبري ایستلو او د طبي وسایلو د نشتوالي له امله فعالیت بند کړی دی.
په سوډان کې د اپریل په پنځلسمه د جنرال عبدالفتاح البرهان تر قوماندې لاندې د اردو ځواکونو او د جنرال محمد حمدان داغلو (حمیدتي) تر قوماندې لاندې د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته پیل شوې چې د نړیوالو منځګړیتوب یې هم ګټه نده کړې.