تمساح ګانو په سمندر کښې سپی بچ کړ
Sep 26, 2023 12:32 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان په مهاراشټرا صوبې کښې دریو تمساح ګانو یعني کروکوډایلونو په سمندر کښې د خواخوږۍ د عجیبه رودې په ښودلو سره په سمندر کښې په اوبو کښې ښخ شوی سپی له مرګ څخه بچ کړ.
دغه پیښه د هندوستان په مهاراشټرا صوبې کښې هغه وخت رامینځته شوه کله چې یو سپی له ځنګلي سپو څخه د ځان د بچ کولو لپاره د سمندر اوبو ته ورګډ شو او سپي ته پته نه وه چې په دغه سمندر کښې ګڼ شمیر کروکوډایل ژوند کوي.
د هندوستان د وائلډ لایف انسټي ټیوټ ادارې د چارواکو د وینا پراساس په ساوتري سیند کښې فرصت طلب مګرمچان شته خو عجیبه خبره دا ده چې کروکوډایلانو د سپي د خوړلو پرځاې هغه په حفاظت سره د سمندر کنارې ته هدایت کړ.
ټیګونه