د بریتانیا ښاریز له مړینې وروسته څه منظرې ولیدلې؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139132-د_بریتانیا_ښاریز_له_مړینې_وروسته_څه_منظرې_ولیدلې
زمونږ خبریال راپور راکړی له مړینې وروسته انسان کومې منظرې ویني، د بریتانیا په ټرافیکي پیښه کښې یوه مړ شوي کس له بیا راژوندي کیدا وروسته یوه حیرانونکي ادعا کړي ده.
(last modified 2023-09-27T07:27:02+00:00 )
Sep 27, 2023 11:52 Asia/Kabul
  • د بریتانیا ښاریز له مړینې وروسته څه منظرې ولیدلې؟

زمونږ خبریال راپور راکړی له مړینې وروسته انسان کومې منظرې ویني، د بریتانیا په ټرافیکي پیښه کښې یوه مړ شوي کس له بیا راژوندي کیدا وروسته یوه حیرانونکي ادعا کړي ده.

د بریتانیا یوه ښاریز چې په یوې ټرافیکي پیښې کښې یې د مړکیدا تجربه لرلي وه او بیا ژوندی شوی و له یوځل څخه زیات د انسان د زیږیدا په هکله حیرانونکي ادعا کړي ده.

د انګلستان ښاریز «جان ډیویس» په  خپل سکوټر باندې روان و چې له شا څخه یوه ګاډي وواهه او دې سخت ژوبل شو او مرګي حاله شو او بیا روغتون ته یوړل شو.

د بریتانیا دغه ښاریز په روغتون کښې په تکنیکي توګه تر اوو دقیقو پورې مړ و او وروسته بیا راژوندی شو.

جان ډیویس د خپلې د مړینې او د بیا راژوندي کیدا د تجربې په هکله وايي کله چې زه مړ شوم نو دا بیخي داسې وه چې دلته زما سترګې پټې شوې او په راتلونکو څو شیبو کښې زه په یوه ښکلي عمارت او ودانۍ کښې ولاړ وم او داسې ودانۍ ما په خپل ژوند کښې هیڅکله نه وه لیدلي.

جاڼ ډیویس وايي په دغه ودانۍ کښې ما ته یو روحاني مشر ملاو شو او هغه راته خپل نوم ایلن وښود.

د بریتانیا ښاریز جان ډیویس ادعا کوي چې له مونږ ټولو انسانانو  سره ټول ژوند یو روحاني مشر وي کوم چې ټول عمر زمونږ لارښونه کوي.

د بریتانیا ښاریز جان ډیویس بیا زیاتوي چې ایلن ما په دغه ښکلي ودانۍ کښې ګرځیدا ته بوځي او هغه په دغه ودانۍ کښې ما ته د خپل د ټول ژوند چې ما په دنیا کښې کړی و  نظاره راوښودله.

دا بالکل د سینما د یوې پردې په شان وه چیرې چې زما د ژوند فیلم نندرې ته وړاندې کیده.

د بریتانیا ښاریز مخکې وايي د دغه فیلم پیل زما له وړکتون څخه کیږي او زه د سینما په پردې باندې ځان د یوه ماشوم په توګه وینم او ورپسې بالغ کیږم، د سینما په پردې باندې ما ته خپل ټول ژوند راښودل کیږي.

د انګلستان ښاریز وايي له دې وروسته ایلن ما له دغه ښکلي ودانۍ بهر بوځي چیرې چې یو بل سکرین یا د سینما پرده لګیدلي ده او  د سینما په دغه پردې باندې ما ته زما لومړني تیر شوي ژوندونونه راښودل کیږي.

هغه وايي په دغو زندګیو کښې یو ژوند ما د راهب یعني مذهبي مشر په توګه تیر کړی و، په یوه ژوند کښې ما په یوه لوړ ځاې کښې پیزارونه یعني څپلې خرڅولې.

جان ډیویس وايي د لومړي ژوند په دریم پړاو کښې زه کب نیونکی وم او له ما سره د لرګي یوه کوچنۍ کشتۍ او جال راسره و او زه په یوه کوچني کلي کښې وسیدم او ما د کلي د خلکو لپاره کبان نیول چې دا زما دنده وه.

د بریتانیا دغه ښاریز مخکې زیاتوي ایلن له دې وروسته ما یوه ستر کتابتون ته بوځي او هلته یوه میرمنه په کوچ یعني صوفه سیټ باندې ناسته ده او دومره ستر ویښتان لري چې له ملا څخه تر لاندې تر پښو لاندې وو او هغې یو ستر قمیص اچولی دی او هغه ټیلي ويژن ته ناسته وه او په ټیلي ويژن باندې یې د داسې جنګ فیلم لید چې دوه سوه کاله د امریکا د ځايي قبایلو او د امریکا په اس سپارو پوځیانو ترمینځ شوی و.

جان ډیویس وايي زه د دغه میرمنې په لیدو سره حیرانه شوم چې میرمنه په ټیلي ويژن باندې د یوه داسې جنګ فیلم ګوري  کوم چې دوه سوه کاله مخکې شوی و او هغه وخت خو کیمرې هم نه وې.

د بریتانیا ښاریز جان ډیویس وویل ایلن زما د حیرانتیا په لیدو سره ما ته وايي د هر سړي د هر کار د ترسره کولو ریکارډ  وي او له دې وروسته هغه ما یوې قلعې ته بوځي چیرې چې زه یوه بله میرمن وینم او دغه میرمن ما ته راځي او راڅخه پوښتنه کوي چې زه د ستا کومه مرسته کولای شم؟ زه دغه ښځې ته په ځواب کښې وایم نه  مننه. زه یوازې د قلعې د لیدو لپاره راغلی یم.

د راپورونو له مخکې د بریتانیا دغه ښاریز جان ډیویس وايي زه اوه دقیقې په دغه حال کښې وم او زما د زړه ټکان هم دریدلی و او زه له تاکنیکي پلوه مړ اعلان کړی شوی وم.

هغه وویل په اوو دقیقو کښې ما د دغو ټولو شیانو له لیدو ورو دوباره ژوند ته راستون شوم یعني راژوندی شوم او کله چې زما سترګې خلاصې شوې نو په روغتون کښې وم او ګیرې چاپیر د روغتون طبي عمله ولاړه وه کوم چې زما د زړه د حرکت او ټکان په کار د اچولو هڅه کوله.