چین او عربستان ګډه سمندري مانوره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139196-چین_او_عربستان_ګډه_سمندري_مانوره_کوي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د چین او د سعودي عربستان سمندري ځواکونه راتلونکي میاشت ګډه پوځي مانوره ترسره کوي.
(last modified 2023-09-28T20:54:09+00:00 )
Sep 29, 2023 00:43 Asia/Kabul
  • چین او عربستان ګډه سمندري مانوره کوي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د چین او د سعودي عربستان سمندري ځواکونه راتلونکي میاشت ګډه پوځي مانوره ترسره کوي.

د چین د دفاع وزارت ویاند«ووقیان» وویل «د دوه زره درویشتم د اوبو د تورې »په نوم له عربستان سره د چین ګډه سمندري پوځي مانوره به په راتلونکي اکتوبر میاشت کښې د «ګوانګ ډونګ »ولایت په« ژانژیانګ» اوبو کښې ترسره شي.

د چین د دفاع وزارت ویاند وویل دغه پوځي مانوره د هیواد د سرحدونو بهر له سمندري ترهګرۍ سره د مقابلې په عملیاتو ، د سنایپر تاکتیکونو په تمرینولو ، کشتۍ چلونو ، د هیلي کوپټرونو په کوزولو او د ژغورنې د ګډو عملیاتو په ترسره کولو باندې تمرکز لري.

هغه وویل چین او عربستان اراده لري د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمینځ عملیاتي او دوستانه ملګرتیاوې ژورې  کړي او د ځواکونو لپاره د عملي روزنې سویه پیاوړي کړي.

چین او عربستان مخکې په دوه زره نولسم میلادي کال کښې هم ګډه پوځي مانوره ترسره کړي وه.