د هندوستان د ښاریز له خیټه دغه شیان وویستل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139254-د_هندوستان_د_ښاریز_له_خیټه_دغه_شیان_وویستل_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی په هندوستان کښې د یوه ناروغه کس له خیټې څخه د دغو شیانو په ایستلو سره ډاکټر بیخي حیرانه شو.
(last modified 2023-09-30T05:01:40+00:00 )
Sep 30, 2023 09:10 Asia/Kabul
  • د هندوستان د ښاریز له خیټه دغه شیان وویستل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی په هندوستان کښې د یوه ناروغه کس له خیټې څخه د دغو شیانو په ایستلو سره ډاکټر بیخي حیرانه شو.

د هندوستان رسنیو وویل چې د هیواد په پنجاب صوبې کښې په یوه روغتون کښې ډاکټر د یوه مریض د خیټې د اپریشن په ترسره کولو سره د هغه له خیټې ایرفونز، لاکټونه ، پیچونه او راکهي او نور  شیان وویستل.

د هندوستان دغه څلویښت کلن ښاریز د خیټې د درد او د تبې په وجه روغتون ته وړل شوی و.

د هندوستان د دغه مریض د خیټې د درد د نه کمیدا په وجه ډاکټرانو هغه ته د ایکسرې کولو مشوره ورکړه چې د درد دلیل معلوم شي او له ایکسرې وروسته د ناروغه کس په خیټه کښې ګڼ شمیر شیان ولیدل شول.

په ایکسرې کښې د مریض په خیټه کښې ګڼ شمیر د وسپنې شیان ولیدل شول او ډاکټر ورته درې ساعته اپریشن وکړ او ډاکټر د مریض په خیټه کښې ټول موجود شیان په بریالیتوب سره وویستل.

د هندوستان د مریض له خیټې څخه په رایستل شویو سلو شیانو کښې ایر فونز، واشر، پیچونه ، تارونه ، راکهي ، لاکټونه ، بټنونه ، ریپر ، هیر کلیپس ، زیپ ټیګونه ، ماربل او سیفیټي پنونه موجود وو.

د روغتون مشر ډاکټر اجمیر کالرا وویل چې دا په هیواد کښې لومړنی مورد دی او دغه سړي ته له تیرو دوو کلونو راهسې د خیټې درد و.

د هندوستان د دغه مریض مور او پلار ته هیڅ پته نه وه چې زوي یې دغه ټول شیان څرنګه خوړلي دي خو زیاته کړې يې ده چې د دوې زوی ذهني مریض دی.