د تهران او نړۍ ځینو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139310-د_تهران_او_نړۍ_ځینو_نننیو_مطبوعاتو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم  ځینی نوره بهرنۍ ورځپاڼې هم  درسره شریکوو. هیله ده د استفادې وړمو وګرځي.
(last modified 2023-10-01T04:28:30+00:00 )
Oct 01, 2023 08:53 Asia/Kabul
  • د تهران او نړۍ ځینو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم  ځینی نوره بهرنۍ ورځپاڼې هم  درسره شریکوو. هیله ده د استفادې وړمو وګرځي.

  دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د؛المصطفی(ص)؛ نومې علمي او ټيکنالوجیکي نړیوالې جایزې په  پرانیستونکو دستورو کې چې په اصفهان کې ترسره شوي، المصطفی(ص) جایزه دعلم نافع د پیروکارو پوهانو لاس په نړۍکې د بیلګې په توګه لوړوي.

ورځپاڼه په دوام کې لیکي،د امریکا په ترټولو پرنفوسه  ښار نیویارک کې د سختو ورښتونو اوسیل  او په میټرو تمځایونو کې د اوبو ډنډ دریدا  د خلکو ژوند ګډوډ کړ.

د افغانستان دملی مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په پاریس کې په یوې مرکې اعلان کړیدی،د خبرواترو میز ته دطالبانو ډلې د تر کاږلو پورې  له دغې ډلې سره چریکي جنګ ته دوام ورکوي.

د امریکانیویارک ورځپاڼې لیکلی دي،متحده عربی اماراتو  دپناه غواړو د ژغورلو په پلمه د سوډان په داخلي جنګ کې د چټک ځواک د ملاتړ لپاره پټ عملیات اجرا کوي.

د امریکا بې وسه حاکمیّت پورونه کابو ۳۲ټریلیّن ډالرو څخه پورته شوي  چې  حکومت ئې د چټي کیدا  تر درشله رسولی دی.

 ورځپاڼه مخکې لیکي ، د صهیونیسټي رژيم د پوځ لوي درستیز خبرداری ورکړی، که  اختلافات پراخ او لا جدي شي  ، نو د اسرائيلو  پوځ له جدي خطرو سره مخ کیږي.

د امریکا  خزانې وزیر د روسیې  په تیلی بازار کې  وروستیو بیّو ته په اشارې سره  دروسیې په ضد د لویدیځ د بندیزي سیاستونو په ناکامۍ اعتراف وکړ.

   دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د ایران دا سلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقري  دپاکستان  دپوځ عمومی قوماندان  جنرال عاصم منیر ته د وروستیو غیر انساني ترهه ګرو پیښو په مناسبت  چې  کابو اویا کسان پکې وژل شوي او څه دپاسه سل نور پکې ټپیان شوي دي،د تسلیّت ډپیغام په لیږلو سره  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره  د ایران د پوځ  بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

 د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش  په پاکستان کې دجمعې ورځې  په ولسي  لاریون او دغه راز په جومات کې په ځان مرګي بریدونو سخته غمرازي ښکاره کړې او وئيلي ئې دي،ترهه ګر د  انسانیّت  په ضد فعالیتونه کوي او دوي ته ځاي ،وخت او مناسبت هیڅ  اهمیّت نه ورکوي،د دوي کار یوازې ویره او وحشت خورول او د انسانیّت وژنه ده .

 ورځپاڼه په دوام کې لیکي ، د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس په ویانا کې پخپل   اوه شپیتمې عمومي ناستې کې د فلسطین هیواد  نامې په رسمي توګه د تصویبولو لپاره د پریکړه لیک مسودې ته مثبته رایه ورکړه.

د  ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني د سپيڅلي دفاع  داونۍ په مناسبت په یولړدستورو کې ټینګار وکړ،دیلمان  بالسټیک توغندی تیار دی چې  د دنا جنګي بیړئ برخه شي.

 د عراق  د  کورنیو چارو وزیر عبدالمیر الشمري  په یولړ څرګندونو کې په ډاګه ووئیل،د ایران مخالفې ترهه ګرې ډلګۍ  وګړي ئې  د ایران له پولو لیرې کړي او شمالي ولایتونو ته ئې  منتقل کړي دي.

په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د ایران اسلامی جمهوریت  دټيکنالوجۍ  او د سوله ایزو فضائي اکتشافاتو پرمختګ  ته ژمن دی .

  د اسلامی وحدت په اوه دیرشم نړیوال  کنفرانس کې د ګډون لپاره د  افغانستان د طالبانو  د حکومت یو څلور کسیز پلاوی هم  تهران ته راغلی دی.

الجزیره خبری چینل په همداوروستیو کې راپور ورکړیو د امریکا دپوځ لوي درستیز جنرا ل مارک میلي په یولړ پوځي دستورو کې  له خپلې څوکۍ څنګةکیدا اعلان کړه .

د جاپان کیوډو خبری آژانس راپور ورکړیو د جاپان او شمالی کوریا  لوړپوړو چارواکو په یو شمیر غیر رسمي لیدو کتو کې د جاپانیانو د برمتګرۍ  په پيښې کې دبندون  په باب د پرمختګ لپاره  سره خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان  کورنیو چارو وزارت  په دغه هیواد کې د افغان پناه غواړو پشمول  غیر قانوني اوسیدونکو درستو  پناه غواړو ته  یوه میاشتنی فرصت ورکړی څو له دغه هیواده پښې سپَکې کړي.

د ترکیې دفاع وزیر په ډاګه وئيلي دي ، له دمشق سره  خبرواترو ته تیار یوو،البته دسورئې له شماله  دوتلو کومه اراده نه لرو.

داهم د تهران  چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایت کې ئې نن لیکلي دي ،دایران داسلامی جمهوریت  دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني  په سویډ کې د قرآن کریم بیا سپکاوی په سخته محکوم کړی او وئيلي ئې دي ،د قرآن کریم  له سپکاویو سره  په مخالفت او محکومولو کې د سویډ دحکومتی چارواکو  له عمل پرته  ادعاګانې کافي نه دي باید په جدي توګه  ددغې دسیسه ګرې فتنې مخه ونیسي.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د سورئې ولسمشربشار اسد ټینګار کړی دی،دبهرنیو له لاسوهنې پرته  د سورئې مشکلات په څو میاشتو کې حل کیږي.

د ارمنستان د لومړی وزارت دفتر په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،د هغو ارمني توکمه پناه غواړو  شمیر  چې له قره باغ  څخه وتئیلي او ارمنستان ته وارد شوي ديو څه دپاسه  اوه نوي زره کسانو ته رسیدلی دی.

د افغانستان د طالبانو دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په پنجشیر ولایت کې په یولړدستورو کې  وئیلي دي، دغه هیواد د بهرنیو نیواکګرو له شل کلنو دسیسو کړیږي ، خو بیا هم  اوسنیو حالاتو ثابته کړې ده چې  د افغانستان ملت تل  یو موټی او متحد دی .

 د  هندوستان او کینیډا ترمینځ  اړیکې  د یوه سیک  آزادي غواړي مشر د قتل له امله تر ډيره حده ترینګلي شوي  او وئیل کیږي ،  چې د یوه بل د ډيپلوماټانو د ویستلو ترحده رسیدلي دي.

د پاکستان  حکومت او پوځ د میلاد مصطفی (ص) په مناسبت د عاشقانو په ولولناک لاریون  او دغه راز په یوه جومات کې په ځان مرګو بریدونو دڅيړنو په دوام کې د تور ګوته یوې مخصوصې ډلې  او دهغوی اربابانو ته  اوږده کړې ده چې له دې مخکې ئې هم په دغه هیواد کې په مختلفو دستورو او دخداي په کور کې د لمونځ ګوزارو په وینو کې د لیت پیت کولو مسئولیّتونه په غاړه اخستي دي.

           اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو خپرونو ته چې  دافغانستان د وروستیو حالاتو په باب ئې لیکنې کړي دي ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو  ورځپاڼو خپل دریځونه دي.

ډیپلومات خپرونې د افغان نجونو او ښځو پر وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

دا مقاله ډاکټرې شانتي مارّیت ډي سوزا  لیکلې ده، چې په واشنګتن ډي سي کې د مینځني ختیځ د انسټیټیوټ غړیتوب لري.

په دغې مقاله کې راغلي دي چې په تیرو دوو کلونو کې په  افغانستان کې د طالبانو په حاکمیت کې د افغان نجونو او ښځو پر بد وضعیت د سپتمبر په اووه ویشتمه د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې بحث وشو.

لیکوالې وړاندې د طالبانو له لورې د نجونو د ښوونځیو د بندیدو موضوع ته اشاره کړې ده، د افغانستان په ادارو کې ئې له کاره د ښځو د راګرځیدو مساله یاده کړې ده او بیا یې د لیکنې په اخر کې دا پوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتو دا نوښت به د طالبانو د تګلارو د بدلیدو سبب شي؟

لیکواله دې پوښتنې ته په خپله مقاله کې داسې ځواب لیکي چې هغه وخت دا ممکنه ده، غړي هیوادونه په یوه خوله، په ګډه لاس پکار شي او ملګري ملتونه هم یوه روښانه کړنلاره ولري، همداراز سخت نړیوال دباؤنه هم  په افغانستان کې د ښځو او نجونو برخلیک بدلولی او دغه راز په دغه هیواد کې دبشری حقوقو قوانینو د رعایتولو ته دغه ډله اړباسلی شي.

لویدیځواله اینډپنډنټ ورځپاڼه  هم لیکي،زیاتره هغه افغانان چې بریتانیا د پناه ورکولو ژمنه ورسره کړې ده، په پاکستان کې ګیر پاتې دي.

دا ورځپاڼه لیکي، د افغانانو په سلګونو کورنۍ چې ډیرو ئې په افغانستان کې له بریتانیایي پوځیانو سره کار کړی، وروسته  له دې په اسلام اباد کې ایسارې شوې دي چې بریتانیا پروسږکال د دغو کډوالو د ویستلو لپاره د چارټر الوتکو الوتنې اسلام اباد ته بندې کړې؛ همداراز ئې له دغو کډوالو وغوښتل، مخکې تر دې چې بریتانیا ته سفر کوي ځانونو ته دې کورونه پيدا کړي.

اینډپنډنټ لیکي، د دې کسانو ویزې خلاصې شوې دي، د پاکستان پولیس ئې بې ویزو نه پریږدي او د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې پولیسو یوه هوټل ته چې دا افغانان پکې ژوند کوي ورغلل د دوی د اسنادو پوښتنه یې وکړه او یوشمیر کسان یې ونیول چې بیا د بریتانیا د سفارت په منځګړیتوب خوشي شول.

ورځپاڼه د دغو کسانو په وینا لیکي چې دوی دا ویره لري چې له پاکستانه به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته وایستل شي.

اینډپنډنټ لیکي، په بریتانیا کې یوشمیر پوځي مشران، د پارلیمان ځیني غړي او انتقاد کوونکي بریتانیا ملامتوي چې دا کسان چې له دوی سره یې د طالبانو پرضد په جګړه کې مرسته کړې وه، هیر کړې دي.