د ازبکستان او تاجکستان د ولسمشرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې
د ازبکستان او تاجکستان ولسمشرانو د سیمه ییزو همکاریو پر موضوع ټلیفوني خبرې وکړې.
د ازبکستان او تاجکستان ولسمشرانو د سیمه ییزو همکاریو پر موضوع ټلیفوني خبرې وکړې.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د جمعې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه ایزو همکاریو په هکله د نظر تبادله وکړه.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د ازبکستان ولسمشر د ازبکستان او تاجکستان ترمنځ د دوستۍ، ستراتیژیکو همکاریو او اتحاد اوسنۍ کچې ته د رسیدو په برخه کې د امام علي رحمان په رول ټینګار وکړ.
د دواړو هېوادونو مشرانو د سیمه ییزو همکاریو په اړه هم د نظر تبادله وکړه.
میرضیایف او رحمان د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو د پنځمې مشورتي غونډې پایلې او د ارال سمندر د ژغورلو د نړیوال بنسټ د غونډې پایلې چې د سپټمبر په ۱۴ او ۱۵ نېټه په دوشنبه کې ترسره شوې، ډیرې ارزښتناکې بللي دي.