د ازبکستان او تاجکستان د ولسمشرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139558-د_ازبکستان_او_تاجکستان_د_ولسمشرانو_ترمنځ_ټیلیفوني_خبرې_وشوې
 د ازبکستان او تاجکستان ولسمشرانو د سیمه ییزو همکاریو پر موضوع ټلیفوني خبرې وکړې.
(last modified 2023-10-06T22:13:21+00:00 )
Oct 07, 2023 02:40 Asia/Kabul
  • د ازبکستان او تاجکستان د ولسمشرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې

 د ازبکستان او تاجکستان ولسمشرانو د سیمه ییزو همکاریو پر موضوع ټلیفوني خبرې وکړې.

 د ازبکستان او تاجکستان ولسمشرانو د سیمه ییزو همکاریو پر موضوع ټلیفوني خبرې وکړې.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د جمعې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه ایزو همکاریو په هکله د نظر تبادله وکړه.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د ازبکستان ولسمشر د ازبکستان او تاجکستان ترمنځ د دوستۍ، ستراتیژیکو همکاریو او اتحاد اوسنۍ کچې ته د رسیدو په برخه کې د امام علي رحمان په رول ټینګار وکړ.

د دواړو هېوادونو مشرانو د سیمه ییزو همکاریو په اړه هم د نظر تبادله وکړه.

میرضیایف او رحمان د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو د پنځمې مشورتي غونډې پایلې او د ارال سمندر د ژغورلو د نړیوال بنسټ د غونډې پایلې چې د سپټمبر په ۱۴ او ۱۵ نېټه په دوشنبه کې ترسره شوې، ډیرې ارزښتناکې بللي دي.