هند کې سېلابونو ۴۰ کسان وژلي دي
Oct 07, 2023 02:54 Asia/Kabul
د هند په شمال کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
د هند په شمال کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
حکومتي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د همالیا د غرونو څخه د را وتلو اوبو د سیلابونو له امله د مړو شمیره لوړه شوې ده او ژغورونکي په شمالي ایالت سککیم کې د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره د لسګونو ورک شوي خلکو لټون کوي.
د هند پوځ د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د سیکیم په شمال ختیځ غرني ایالت کې په یوه دره کې د سختو بارانونو وروسته د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه 23 سرتیري هم لادرکه دي.
ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې د دې سیلابونو واقع کیدل به د همالیا د غرونو په اوږدو کې د خطرونو د زیاتوالي لامل شي او د دې جهيلونو د یخونو خړوبیدل به ټولې نړۍ ته پایلې ولري.
ټیګونه