اته کلنې انجلۍ د پلار د خرڅولو اعلان خپور کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139572-اته_کلنې_انجلۍ_د_پلار_د_خرڅولو_اعلان_خپور_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان په یوې سیمې کښې د پلار او د هغې د لور ترمینځ جګړې یوه عجیبه بڼه خپله کړي وه.
(last modified 2023-10-07T04:27:28+00:00 )
Oct 07, 2023 08:53 Asia/Kabul
  • اته کلنې انجلۍ د پلار د خرڅولو اعلان خپور کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان په یوې سیمې کښې د پلار او د هغې د لور ترمینځ جګړې یوه عجیبه بڼه خپله کړي وه.

د هندوستان د اته کلنې انجلۍ پلار په اینټرنیټ پاڼو باندې یوه خبر کښې وویل زما له خپلې اته کلنې لور سره په څه خبره شخړه شوه او زما لور هم یو حیرانونکی او د خندا وړ غبرګون وښود.

د هندوستان د  دغه انجلۍ پلار وویل زما لور په غصه کیدا سره د کور په دروازې باندې زما د  خرڅولو اعلان خپور کړ او زما بیه یې دوه لکه روپۍ اعلان کړه.

د هندوستان د دغه ښاریز لور په دغه اعلان کښې ویلي دي زما پلار په دوه لکه روپۍ د خرڅون لپاره تیار دی  او دلچسپۍ لرونکي کسان د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د کور دروازه راوټکوي.

په اینټرنیټ باندې د ماشومې د دغه غبرګون په هکله لوستونکي او کتونکي بیلابیلې تفسیرې کوي.