د نیویارک کتابتون ته ۹۰ کاله وروسته کتاب بیرته ملاو شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د نیویارک یوه کتابتون ته نوي(۹۰) کاله وروسته کتاب ملاو شو.
دغه کتاب په نولس سوه پینځویشتم میلادي کال کښې چاپ او خپور شوی و.
د امریکا رسنیو وویل د جوزف کونریډ دغه کتاب یوت اینډ ټو ادر سټوریز په نولس سوه درې دیرشم میلادي کال کښې لارخماونټ پبلیک لایبریرۍ یعني کتابتون خپور کړی و.
د روان میلادي کال په تیرې جولاۍ میاشت کښې د امریکا د ورجینیا ایالت یوې میرمنې جوني مورګن له نوموړي کتابتون سره ټیلي فوني تماس ټینګ کړ او ورته یې وویل چې زما پردې مور ته دغه کتاب په لاس ورغلی دی.
میرمن جوني مورګن په تیرې سپتمبر میاشت کښې لارخماونټ کتابتون ته دغه کتاب بیرته ورکړ.
په زړه پورې خبره دا چې کتابتون ناوخته د کتاب د سپارلو په وجه یوازې پینځه ډالره جرمانه واخیستله.
یوه سړي چې جیمي ایلس نومیږي دغه کتاب له نوموړي کتاب څخه اخیستی و او هغه په نولس سوه اته اویام میلادي کال کښې مړ شوی دی.