د کرایې په کور کښې ژوند کونکي خلک زر بوډا کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140002-د_کرایې_په_کور_کښې_ژوند_کونکي_خلک_زر_بوډا_کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی هغه خلک چې د کرایې په کورونو کښې وسیږي زر زړه او بوډاګان کیږي.
(last modified 2023-10-15T07:04:13+00:00 )
Oct 15, 2023 11:29 Asia/Kabul
  • د کرایې په کور کښې ژوند کونکي خلک زر بوډا کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی هغه خلک چې د کرایې په کورونو کښې وسیږي زر زړه او بوډاګان کیږي.

د انګلستان د ساینس پوهانو  په یوه تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده چې د کرایې په کورونو کښې ژوند کونکي خلک د هغو کسانو په نسبت چې په خپلو شخصي کورونو کښې ژوند کوي ډیر زر بوډاګان کیږي.

په بریتانیا هیواد کښې د کرایې په کورونو کښې د وسیدونکو خلکو په هکله چې کله تحقیق او څیړنې وشوې نو دغه خبره ایشوا شوه چې د کرایې په کور کښې وسیدل انسان ته دومره  تاوان رسوي چې د سګریټول څکول یې هم نشي رسولای.

دغه تحقیق زیاتوي بې روزګاره کسان هم دومره زر نه بوډا کیږي څومره چې د کرایې په کورونو کښې ژوند کسان چې بوډا کیږي.

کارپیژاندو د تحقیق لپاره له شپږو څلویښتو کلونو څخه د زیات عمر لونکو کسانو موازنه له هغو شپږ  څلویښت کلنو کسانو سره وکړه کومو چې شخصي کورونه لرل او په دې موده کښې سائنس پوهانو تر تحقیق لاندې د کسانو د وینې ازموینې وکړې او د کورونو د نظافت او د هوا بدلیدا  چارې هم وڅیړلې او له څیړنې وروسته دغه نتیجه ترلاسه شوه چې د کرایې په کورونو کښې ژوند کونکي کسان ذهني مشکلات هم لري.