امریکا کښې یوه شپه کښې ۱۰۰۰ مرغان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140044-امریکا_کښې_یوه_شپه_کښې_۱۰۰۰_مرغان_ووژل_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په شیکاګو ښار کښې له شیشو جوړې یوې ودانۍ سره د ټکریدا په خاطر په یوه شپه کښې کابو زر(۱۰۰۰) مرغان ووژل شول.
(last modified 2023-10-16T05:00:49+00:00 )
Oct 16, 2023 09:27 Asia/Kabul
  • امریکا کښې یوه شپه کښې ۱۰۰۰ مرغان ووژل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په شیکاګو ښار کښې له شیشو جوړې یوې ودانۍ سره د ټکریدا په خاطر په یوه شپه کښې کابو زر(۱۰۰۰) مرغان ووژل شول.

د شیشو دغه ودانۍ د شمالي امریکا تر ټولو ستر کنونشن سنټر یعني میک کارمیک پیلیس دی کوم چې اوس د کابو زرو مرغانو د وژل کیدا سبب شوی دی.

رسنیو وویل چې مرغان له شیشو د جوړې ودانۍ د شفافې فضا په ګڼلو سره له دغه عمارت سره جنګیږي او بیا غورځیږي او مري.

د چاپیریال د ساتنې یوه کارپيژاند ډګلس اسټوټز وویل هرکال له میک کار میک پیلیس ودانۍ سره د ټکر له کبله له زرو څخه تر دوه زره مرغان مړ کیږي.

د ویلو ده چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کښې د امریکا د کورنیل پوهنتون د ارنیتهولوجي لیبراتور په یوه تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي وه چې په امریکا کښې هر کال له ودانیو سره د ټکریدا له کبله کابو شپږسوه میلیونه مرغان مري او په دې زمینه شیکاګو ، هوسټن او ډیلاس د امریکا تر ټولو خطرناک ښارونه دي.