د امریکا لخوا د پریکړه لیک ویټو کول توجیه نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د چین سفیر «ژانګ جون» د امریکا لخوا د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د بندولو په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک ویټو کول د ناتوجیه وړ وباله.
هغه وویل د امریکا لخوا د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس او د اسرائیلو د رژیم ترمینځ د جنګ د بندولو په هکله د برازیل د وړاندیز شوي پریکړه لیک ویټو کول د توجیه وړ نه دی.
په ملګروملتونو کښې د چین سفیر ټینګار وکړ د ملکي وګړو د بچ پاتې کیدا او د یوې انساني غمیزې د رامینځته کیدا د مخنیوي لپاره ضروري ده چې د اسرائیلو او د حماس غورځنګ ترمینځ جنګ بند شي.
په ملګروملتونو کښې د چین سفیر «ژانګ جون» دې ته په اشارې سره چې د فلسطین د غزې تړانګې په «المعمداني» روغتون باندې د اسرائیلو په هوايي برید کښې په سلګونو ملکي وګړي ووژل شول وویل مونږ په دغه روغتون باندې هوايي برید غندو او له اسرائیلو غواړو چې د بشر دوستانه نړیوالو قوانینو پراساس خپلې ژمنې په جدیت سره پوره کړي.