امریکا له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140218-امریکا_له_اوکراین_سره_مرستو_ته_دوام_ورکوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر جوبایډن د واشنګټن د جنګ غواړو سیاستونو په دوام کښې له اوکراین سره د نویو مرستو کولو لپاره د ولسي جرګې کانګرس د موافقت د ترلاسه کولو کوشش کوي.
(last modified 2023-10-19T06:28:42+00:00 )
Oct 19, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • امریکا له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر جوبایډن د واشنګټن د جنګ غواړو سیاستونو په دوام کښې له اوکراین سره د نویو مرستو کولو لپاره د ولسي جرګې کانګرس د موافقت د ترلاسه کولو کوشش کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن غواړي د راتلونکي میلادي کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې د اوکراین د جنګ لګښتونه تامین کړي.

په عین حال کښې د امریکا د حکومت چارواکي او د ولسي جرګې کانګرس غړي د فیډرال حکومت د بودجې د تامینولو په هکله ژور اختلافات لري او کانګرس تراوسه د اوکراین لپاره د ولسمشرجوبایډن د څلرویشت میلیارډه ډالرو د  مرستې غوښتنه نه ده  تصویب کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین لپاره د شپیتو میلیارډو ډالرو په ارزښت د مرستو د یوې بستې د بیلولو لپاره د کانګرس د موافقت د ترلاسه کولو هڅه کوي.

دغه شپیته میلیارډه ډالره له هغو سلو میلیارډو ډالرو بستې څخه دي چې ټاکل شوي ده پاتې څلویښت میلیارډه ډالره یې له صهیونیسټ رژيم او ټایوان سره د واشنګټن مرستو او د امریکا د سرحدونو ساتلو ته بیل شي.

فارن پالیسي مجلې لیکلي دي له اوکراین سره اضافي مرستې د کانګرس په ځینو ریپبلیکن غړیو کښې کوم محبوبیت نلري.