Oct 24, 2023 05:18 Asia/Kabul
  • سیکانو په امریکا کښې د هند پرضد مظاهره وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سیکانو د ټولنې یوشمیر غړیو په امریکا کښې د هندوستان د سفارت مخ ته د نوي ډیلي د حکومت پرضد اعتراضیه مظاهره وکړه.

دغو سیکانو د امریکا له حکومته وغوښتل چې د هندوستان په حکومت او لومړي وزیر ناریندرا مودي باندې دباو راولي چې په هندوستان کښې د سیکانو پرضد جنایتونه بند کړي او په ښکاره د سیکانو د یوه خپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړ وکړي.

اعتراض کونکو دغه راز د خالصتان د غورځنګ په نوم د سیکانو د بیلتون غواړي مشر هاردیپ سینګ نیجار د کورنۍ د غړیو په ګټه د عدالت د اجرا کولو غوښتنه وکړه کوم چې په تیرې جون میاشت کښې په کاناډا کښې وژل شوی و.

خالصتان داسې نوم دی چې په همدې نوم سره یوه ډله نیت لري د هندوستان په پنجاب صوبې  کښې د سیکانو لپاره یو خپلواکه هیواد جوړ کړي.

په کاناډا کښې د سیکانو د بیلتون غواړو ډلو فعالیتونه د هندوستان د لومړي وزیر ناریندرا مودي د حکومت غصه راپارولي ده.

 

ټیګونه