په غزې کې د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ اندیښمنونکي ده
د ملګروملتو سرمنشي د امنیت شورا په یوې ناستې کې ووئیل ، په مینځني ختیځّ کې حالات مخ په خرابیدو دي او په غزې کې جنګ ممکنه ده سیمې ته هم پراخ شي.
زمونږ خبریال راپور راکړ، دملګروملتو سرمشني آنتونیوګوتریش پرون ناوخته د غزې دحالاتو په باب د امنیت شورا په ناستې کې پخپلې وینا کې روښانه کړه، له نیکه مرغه غزې ته ځیني مرستې رسیدلي دي ،البته دا په هغه سمندر کې د یوې قطرې په څير دي چې ورته اړتیا ده .
د ملګروملتو سرمنشی زیاته کړې ده ، زه د هغو نړیوالو قوانینو په ښکاره خلاف ورزۍ ژوره اندیښنه لرم چې په غزې کې ئې شاهدان یوو.ګوتریش په دوام کې ووئیلو په مینځني ختیځ کې حالات په لاخرابیدا دي او په غزې کې جنګ ممکنه ده ، سمیې ته پراخ شي ، دعامو خلکو وژلې هیڅ توجیه نه لري.
وروستي راپورونه ښئ چې د ملګروملتو د سرمنشي په دغو څرګندونو سره و حشي صهیونیسټي رژيم خارجه وزیر له ګوتریش سره دخولې شخړه هم کړې ده او ددغو دواړو ترمینځ کیدونکي لیده کاته هم لغوه شوي دي.
له دې سره په یووخت د بشری حقوقو دفاعي نړیوالې ادارې پخپلې یو ې اعلامیې کې وئیلي دي ، اروپایان ولې په غزې کې د اسرائيلو په وحشیانه جنایتونو سترګې پټوي ،په داسې حال کې چې د اوکراین په جنګ کې ئې ډير زیات شور ماشور جوړ کړی دی، چې دا پخپل د اروپایانو دوه ګوڼي معیارونه نندارې ته وړاندې کوي. لویدیځوال باید دغزې په جنایتونو هم غبرګونونه وښئ .