جاپان د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140616-جاپان_د_صهیونیسټي_رژيم_له_جنایتونو_ملاتړ_وکړ
جاپان په غزه کښې د فلسطین د ملکي وګړو په قتلِ عام باندې په سترګو پټولو سره، حماس په ترهګرو بریدونو تورن کړی او غندلی یې دی.
(last modified 2023-10-28T03:37:16+00:00 )
Oct 28, 2023 08:04 Asia/Kabul
  • جاپان د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو ملاتړ وکړ

جاپان په غزه کښې د فلسطین د ملکي وګړو په قتلِ عام باندې په سترګو پټولو سره، حماس په ترهګرو بریدونو تورن کړی او غندلی یې دی.

د غزې خلاف د جنایتونو بندولو لپاره په تل ابیب د دباؤ اچولو لپاره د ډیرو هیوادونو له هلوځلو سره هممهاله، له واشنګټنه یوه اونۍ وروسته ټوکیو هم په غزې کښې د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو په ملاتړ کښې په حماس مقاومتي ډلې بندیزونه لګوي.

د غزې خلک د روانې اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې څخه د صهیونیسټي رژيم له سختو بمباریو سره مخامخ دي. د ملګرو ملتو په شمول ډیرو نړیوالو ارګانونو او هیوادونو د دغو جنایتونو د مخنیوي لپاره د صهیونیسټي رژیم د بایکاټ او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده خو له دې ټولو هلوځلو سره سره ځینو حکومتونو او نړیوالو سازمانونو چپتیا غوره کړې او یا یې د خبرپاڼو په خپرولو سره، ښکیل لوري ارامښت ته رابللي دي.

په دې منځومان کښې جاپان، د صهیونیسټانو د جنایتونو د غندلو پر ځاې د حماس بایکاټولو ته مخه کړې ده.

این، ایچ، کی خبري آژانس نن د جاپاني چارواکو له قوله وویل چې د جاپان د حکومت چارواکي غواړي چې د حماس آزادي غواړې او مقاومتي ډلې د بایکاټولو لاره هواره کړي.

جاپان په غزه کښې د فلسطین د ملکي وګړو په قتلِ عام باندې په سترګو پټولو سره، حماس په ترهګرو بریدونو تورن کړی او غندلی یې دی.

د دغې خبر سرچینې په وینا، ټوکیو په خپلو بندیزونو کښې نیت لري چې د حماس مالي سرچینې په نښه کړي او د بندیز مسوده به راتلونکې سه شنبې په حکومتي کابینې کښې تصویب شي.