د روسیې او د نیواکګر صهیونیسټ رژیم ترمینځ د لانجو زیاتیدل :-
ماسکو ته د فلسطین د حماس غورځنګ د استازیو له سفره وروسته د اسرائیلو او د روسیې ترمینځ شخړه زیاته شوي ده.
په دې لړ کښې د صهیونیسټ رژيم د بهرنیو چارو وزارت په نیواکي ټاټوبو کښې د روسیې سفیر« اناتولي ویکتوروف» ماسکو ته د فلسطین د حماس غورځنګ د پلاوي په سفر باندې اعتراض کښې احضار کړ.
د خپرو شویو راپورونو پراساس د حماس د سیاسي دفتر د غړي «موسی ابو مرزوق »په مشرۍ د دغه غورځنګ یوه پلاوي د روسیې له څو سیاسي چارواکو سره کتنې او خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې زمینه کښې وویل چې د فلسطین د حماس غورځنګ له پلاوي سره په کتنه کښې له غزې تړانګې څخه د روسیې د ښاریزو د ایستلو او د یرغمل کړې شویو کسانو د خوشي کولو په هکله بحث او د نظرتبادله وشوه.
حماس غورځنګ هم د اسرائیلو او د فلسطینیانو ترمینځ د جنګ په هکله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دریځ او په غزې تړانګې کښې د جنګ د بندولو لپاره د ډيپلوماټیکو هڅو قدرونه وکړه.
د اروپا او د اسیا په چارو کښې د صهیونسیټ رژيم د خارجه وزارت یوه چارواکي «سیمون هالپرین» د روسیې سفیر ته وویل: اسرائیل د ماسکو لخوا د حماس غورځنګ په صریح ډول نه غندل ډير جدي اخلي.
د صهیونیسټ رژيم او د روسیې اړیکې په تیرو کلونو کښې د سیمې له بدلونونو او شرایطو څخه په اغیزمنیدا سره له شخړو ډکې وې او دي.
دغه شخړې د سوریې له کړکیچ او دغه کړکیچ ته د ماسکو په ورګډیدا او د سوریې د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو پرضرورت باندې ټينګار سره له ډیرو ټیټو هسکو سره مخامخ دي.
خو په تیر کال کښې د اوکراین په جنګ سره د روسیې او د صهیونیسټ رژيم شخړې مخ په زیاتیدا دي.
د لویدیځو هیوادونو په څنګ کښې له اوکراین سره د صهیونیسټ رژیم ملګرتیا په تیره بیا د کي یف په وړاندې د واشنګټن له سیاستونو سره د اسرائیلو ملتیا د ماسکو او د تل اویو ترمینځ شخړه نوره هم زیاته کړي ده.
اوکراین ته د اسرائیلو لخوا د پوځي تجهیزاتو استول، د امریکا د سیاستونو ملاتړ کول او د روسیې پرضد د لویدیځ د بایکاټ د سیاستونو د اعمالولو ملاتړ سبب شو چې د ماسکو چارواکي عملا په وسلو باندې د اوکراین د سمبالولو او د روسیې پرضد جنګ کښې له اوکراین سره د مرستې کولو په هکله د تل اویو د اقداماتو په هکله خبرداری ورکړي.
دغه شخړې په تیرو میاشتو کښې په اوکراین کښې د جنګ په زیاتیدا او د روسیې پرضد د اسرائیلو د دریځونو په غوره کولو سره زیاتې شوي دي.
په دې ډول چې څه موده مخکې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له کتنې وروسته ماسکو ، صهیونیسټ رژیم د روسیې د ونډو له بازار څخه حذف کړ.
په تیرو اونیو کښې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د حملو په زیاتیدا سره د روسیې چارواکو تل د اسرائیلو د حملو د بندولو او د اوربند د ټینګولو غوښتنه کړي ده.
د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د اپارتائیډ رژیم په پرله پسې څو اونیو حملو کښې د غزې تړانګې څه د پاسه اته زره درې سوه شپږ ملکي وګړي شهیدان شوي له شلو زرو څخه زیات ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې امریکا او د هغې ټولو متحدانو له صهیونیسټ رژیم سره د مرستې لپاره خپل ټول امکانات کارولي دي.
په داسې حال کښې چې نړیوالې ټولنې د اسرائیلو جنایتونه غندلي دي او د اوسني جنګ د ختمولو لپاره بیلابیل پلانونه وړاندې شوي دي د صهیونیسټ رژیم مشرانو او سرغنو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو ویلي دي د فلسطین په غزې تړانګې باندې د حملو د ختمولو لپاره د مینځګړیتوب منلو ته چمتو نه دي.
د روسیې لوړرتبه چارواکو دغه مسلې ته پام شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې زمینه کښې وویل نړیواله ټولنه باید د هغو ښاریزو په فکر کښې ووسي چې د اسرائیلو له حملو څخه کړیږي.
روسیه د غزې د کړکیچ د حل کولو او د اسرائیلو د پوځ او د فلسطین د حماس غورځنګ ترمینځ د روان جنګ د ختمولو لپاره چمتووالی لري.
د روسیې له اعلانونو او د مینځګړیتوب له هڅو سره سره د اسرائیلو لخوا په غزې تړانګې اوس هم بمبارۍ روانې دي.
همدا اوس روسیې ته د فلسطین د حماس غورځنګ د پلاوي په سفر سره د ماسکو پرضد له مخکې څخه زیات د صهیونیسټ رژیم د چارواکوغصه راپاریدلي ده.
د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سلاکار او د واکمن لیکوډ ګوند یوه مهم غړي« امیر ویتمن» په دې زمینه کښې وویل روسیه د اسرائیلو د دښمانانو ملاتړ کوي. مونږ په دغه جنګ کښې بریالي کیږو او دا خبره نه هیرو چې تاسو څه کوئ، مونږ راځو چې ډاډمن شو اوکراین بریالی کیږي ، چې ډاډمن شوو چې د هغه څه تاوان به چې ترسره کړي دې دې ورکړې.
په صهیونیسټ رژیم باندې د روسیې له نیوکې ډک دریځ او د ماسکو د اقداماتو په وړاندې د تل اویو له دښمنۍ ډکو دریځونو او په تیره بیا د حماس غورځنګ له لوړرتبه چارواکو سره د روسیې د چارواکو کتنې ته په پام سره هیله کیږي په راتلونکي کښې د صهیونیسټ رژیم او د روسیې ترمینځ شخړې نورې هم زیاتې شي.