له کړکیو د خپلې خوښې منظرې کتلای شئ خو څنګه؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140788-له_کړکیو_د_خپلې_خوښې_منظرې_کتلای_شئ_خو_څنګه
زمونږ خبریال راپور راکړی د خپلې خوښې وړ د منظرو د لیدو لپاره ډیجیټل کړکي جوړ شوي دي. اوس مونږ د ټولو لپاره په کور یا دفتر کښې په کړکیو کښې د خپلې خوښې منظرې لیدل ممکن دي.
(last modified 2023-10-31T07:08:05+00:00 )
Oct 31, 2023 11:31 Asia/Kabul
  • له کړکیو د خپلې خوښې منظرې کتلای شئ خو څنګه؟

زمونږ خبریال راپور راکړی د خپلې خوښې وړ د منظرو د لیدو لپاره ډیجیټل کړکي جوړ شوي دي. اوس مونږ د ټولو لپاره په کور یا دفتر کښې په کړکیو کښې د خپلې خوښې منظرې لیدل ممکن دي.

ډیجیټل کړکي یعني ډیجیټل وینډو(Digital Window) د نوي زمانې یو بل نوی ایجاد او احتراع ده کوم چې د خوښې وړ منظرو ، نظاره په دې ډول ممکنه کوي چې دغه ټولې منظرې د کور د کړکي د باندې په حقیقت کښې موجودې دي.

د لیکویډ ویو(Liquid view) شرکت لخوا دغه معرفي شوي ډیجټیل وینډو() هايي ریزولیشن ډیجیټل پینلونه لري کوم چې له هیڅې ډول ستونزې پرته هر ځای لګول کیږي.

دغه ډیجیټل وینډو(Digital Window)  د کور یا د دفتر په دیوال باندې لګول کیږي او هغه بیخي د اصلي کړکي په توګه بریښي.

دغه ډیجیټل کړکي د موبائیل ټیلي فون په وسیله د منظرو او نظرو د بدلولو صلاحیت لري او خلک له کړکي لیدونکي منظرې په خپلې مرضې سره بدلولای شي.