له کړکیو د خپلې خوښې منظرې کتلای شئ خو څنګه؟
زمونږ خبریال راپور راکړی د خپلې خوښې وړ د منظرو د لیدو لپاره ډیجیټل کړکي جوړ شوي دي. اوس مونږ د ټولو لپاره په کور یا دفتر کښې په کړکیو کښې د خپلې خوښې منظرې لیدل ممکن دي.
ډیجیټل کړکي یعني ډیجیټل وینډو(Digital Window) د نوي زمانې یو بل نوی ایجاد او احتراع ده کوم چې د خوښې وړ منظرو ، نظاره په دې ډول ممکنه کوي چې دغه ټولې منظرې د کور د کړکي د باندې په حقیقت کښې موجودې دي.
د لیکویډ ویو(Liquid view) شرکت لخوا دغه معرفي شوي ډیجټیل وینډو() هايي ریزولیشن ډیجیټل پینلونه لري کوم چې له هیڅې ډول ستونزې پرته هر ځای لګول کیږي.
دغه ډیجیټل وینډو(Digital Window) د کور یا د دفتر په دیوال باندې لګول کیږي او هغه بیخي د اصلي کړکي په توګه بریښي.
دغه ډیجیټل کړکي د موبائیل ټیلي فون په وسیله د منظرو او نظرو د بدلولو صلاحیت لري او خلک له کړکي لیدونکي منظرې په خپلې مرضې سره بدلولای شي.