د یوې میرمنې په غوږ کښې څه شی پیدا شو؟
Nov 01, 2023 11:58 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په ټایوان هیواد کښې د یوې میرمنې په غوږ کښې عجیبه عجیبه غږونه اوریدل کیدل او کله چې ډاکټر د دغه میرمنې د غوږ معاینه وکړه نو هغه کابو وه چې بې هوشه شي.
ډاکټر د ټایوان دغه انجلۍ ته وویل چې د دې په غوږ کښې دوه غڼي یعني عنکبوت شته چیرې چې هغوې یو جال جوړ کړی دی او هلته وسیږي.
خو کله چې د دغه میرمنې د غوږ دوباره معاینه وشوه نو معلومه شوه چې په غوږ کښې یوازی یو غڼی یعني عنکبوت و او بل د دغه غڼي پوستکی و چې غورځولی یې و.
ډاکټر د دغه انجلۍ اپریشن وکړ او غڼی یې د هغې له غوږ څخه وویست.
د ویلو ده چې دغه انجلۍ اوس له ستر مصیبت څخه خلاصه شوي ده ځکه چې دغه غڼي به هغه د شپې په مهال سخته ځوروله او هغې ته به خوب نه ورتله.
ټیګونه