د یوې میرمنې په غوږ کښې څه شی پیدا شو؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140846-د_یوې_میرمنې_په_غوږ_کښې_څه_شی_پیدا_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی په ټایوان هیواد کښې د یوې میرمنې په غوږ کښې عجیبه عجیبه غږونه اوریدل کیدل او کله چې ډاکټر د دغه میرمنې د غوږ معاینه وکړه نو هغه کابو وه چې بې هوشه شي.
(last modified 2023-11-01T07:34:05+00:00 )
Nov 01, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • د یوې میرمنې په غوږ کښې څه  شی پیدا شو؟

زمونږ خبریال راپور راکړی په ټایوان هیواد کښې د یوې میرمنې په غوږ کښې عجیبه عجیبه غږونه اوریدل کیدل او کله چې ډاکټر د دغه میرمنې د غوږ معاینه وکړه نو هغه کابو وه چې بې هوشه شي.

ډاکټر د ټایوان دغه انجلۍ ته وویل چې د دې په غوږ کښې دوه غڼي یعني عنکبوت شته چیرې چې هغوې یو جال جوړ کړی دی او هلته وسیږي.

خو کله چې د دغه میرمنې د غوږ دوباره معاینه وشوه نو  معلومه شوه چې په غوږ کښې یوازی یو غڼی یعني عنکبوت و او بل د دغه غڼي پوستکی و چې غورځولی یې و.

ډاکټر د دغه انجلۍ اپریشن وکړ او غڼی یې د هغې له غوږ څخه وویست.

د ویلو ده چې دغه انجلۍ اوس له ستر مصیبت څخه خلاصه شوي ده ځکه چې دغه غڼي به هغه د شپې په مهال سخته ځوروله او هغې ته به خوب نه ورتله.