په تانزانیا کې د صهیونیسټ ضد لاریونو په ترسره کېدو بندیز
د تانزانیا پولیسو په دارالسلام کې د فلسطینیانو د حقوقو د دفاع او د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د محکومولو لپاره د سوله ایز لاریون د ترسره کیدو مخه ونیوله.
د تانزانیا پولیسو په دارالسلام کې د فلسطینیانو د حقوقو د دفاع او د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د محکومولو لپاره د سوله ایز لاریون د ترسره کیدو مخه ونیوله.
د ایرنا د خبر له مخې په دارالسلام کې د ځوانانو او ازادۍ غوښتونکو یوې ډلې د جمعې په ورځ پریکړه وکړه چې د فلسطین له خلکو سره د پیوستون په موخه په لویدیځه اسیا کې د سولې لپاره لاریون تر عنوان لاندې سوله ایز لاریون ترسره کړی، مګر پرون یې د لاریون کولو وړاندیز رد او مخنیوی یې وشو.
د یادونې وړده چې د الاقصی طوفان عملیات اته ویشتمې ورځې ته داخل شوي دي او د غزې په اوسیدونکو، طبی او مذهبی سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو د زیاتیدو خبرونه او دغه سیمې د ځمکې، سیند او اسمان له خوا تر بمباریو لاندې نیول شوي.
په ورته وخت کې په واشنګټن کې مقاماتو له صهیونیسټ رژیم سره خپلې مرستې لوړې کچې ته رسولی دی .