بې نقابه امریکا
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې او نیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، ددغه پروګرام په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني سیاسی،ټولنیز او اجتماعی پیښو په اړه یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدوته .....
*/*/*/*/
له وحشي صهیونیسټ رژيمه په ملاتړ د ا مریکا دکانګرس د مشر ټينګار
/*/*/*/
پر امریکائي کورنیو د اقتصادی دباؤنو زیاتیدا
*/*/*/
او د جوزف بایډن د حکومت له خوا د نوي ایټم بم دجوړولو په فرمان د اعتراضونو زیاتیدا په تیرې او نۍ کې د امریکا ځيني مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو،د ځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته
د امریکاد کانګرس نوی مشر مایک جانسن په یولړ څرګندونو کې ووئيل دغه کانګرس یا جرګه د صهیونیسټ رژيم ترڅنګ ولاړه ده.جانسن په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي،چې له خپل دوست نتنیاهو سره په ټيلیفوني تماس کې مو خبرې کړي دي. د کانګرس استازی د اسرائيلو ترڅنګ دریږی او پخپل پیاوړي ملاتړ مو ټینګار وکړ. جانسن د لوئيزیانا ایالت استاذی او د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ یو متحد دی چې د اکتوبر په ۲۵نیټه د کانګرس د لیرې کړائ شوي مشر کوین مک کارتي د جانشین په توګه ټاکل شوې ده . هغه په دغې څوکئ له ټاکل کیدا وروسته پخپل لومړني اقدام کې ، د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ کې یوه پریکړه لیک وړاندې کړ چې استاذو هم تصویب کړ. دغه پریکړه په څلورو صفحو مشتمله وه او دتیرې چارشنبې په ورځې د لسو مخالفو رایو په مقابل کې په ۴۱۲مثبتو رایو سره تصویب شږ. په دغه پریکړه لیک کې وئیل شو يدي چې د کانګرس استازي د اسرائيلو ترڅنګ دریږي او د حماس په محکومولو سره غواړي د چې د مقاومت دغه ډله فورا خپلې حملې ودروي ، ټول برمته شوي کسان خوشي کړ ياو د وژل شوو برمته کسانو مړي هم بیرته وګرځوي.:: جانسن د کانګرس د نوي مشر په توګه له غوره کیدا وروسته پخپلې وینا کې ووئيل، په مینځني ختیځ کې دمونږ لوي متحد باندې حمله شوې ده . هغه لومړنۍ مسوده چې ټاکل شوې ده د کانګرس انګڼ ته ئې وړاندې کړم ، د مونږ له خواږۀ دوست اسرائيلو ؛ په ملاتړ کې ده . دغه کار باید لازر ترسره کیدلی.
په امریکا کې د انفلیّشن بې مخینې زیاتیدا اود کرونائي بحران دپړاؤ د حکومتي امتیازونو او مرستو کمیدا ، په تیر کال کې ددغه هیواد تاوان موندونکی کسانو باندې دباؤنه لازیات کړي دي. تیر کال دهغو امریکایانو شمیر چې د خوړو له ناکراریو سره لاس او ګریوان وو، او یا په له معنا، د خوړو د شیانو د لګښتونو دپوره کولو وړتیاوې ئې نه شوې درلودلئ،زیات شوی دی.د امریکا د کرهڼيزو چارو د وزارت دتعریف په اساس، د خوړو ناامني په دې معنا ده چې په دغه کال کې ، یوه کورنۍ ونه توانیږي د خپلې کورنۍ د یوه غړي یا د څو غړو لپاره په کافي اندازه خواړۀ تامین کړي،ځکه په کافی اندازه لازمې سرچینې یا پیسې نه لريږ دغه تعریف په دې معنا کیدلی شي چې کورنۍ د ډيرو لومړنیو خوړو په څو سرچینو تکیه کوي اوپخپل خوراکي رژیم کې ډولوالی کموي .ددغه راپور په اساس، په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا شپږ میلیون او اته لکه کورنۍ،د خوراکي نامامنیو له خطرې سره مخ شوي دي او ډير لږ خواړۀ خوري او یا دخپلو خوړو په مینځ کې خوراک حذفوي. په هغو کورنیو کې چې ماشومان لری ، زیات عمر لرونکی ممکنه ده له خوړو ډډه وکړي څو د هغوی ماشومانو ته ورسیږي.
د امریکا د کرهڼيزو چارو وزارت د اقتصادي څيړنیزې په وروستی راپور کې وئيل شوي دي ، د هغو امریکائي کورنیو ونډه چې تر خپل وس پورې د خوړو د تامینولو لګښت نشی ورکولی.په ۲۰۲۲کال کې له لس اعشاریه دوو فیصدو څخه دولس اعشاریه اتو فیصدو ته ته زیات شوی دی. دغې ادارې په راپور کې زیاته شوې ده،داسې ښکاري د امریکا اقتصاد په ۲۰۲۲کال کې د بیروزګارۍد اندازې دکمیدا پشمول ځينو اټکلونو او احصایو ته په پام سره،په وضعیّت کې ؤ ،خو په دغه کال کې خوراکی ناامنی هغې سوئې ته ورسید چې دامریکا اقتصاد د مالی بحران له وخت څخه د ځان د احیاء او آرام بهیر ته په پام سره ، دا تجروبه کړی نه دی . د ماشوم د مالیاتي کریډیټ په څير د کرونایی بحران دملاتړونو حذفیدا چې ماشوم لرونکو ډیری کورنیو ورڅخه د خوراکی موادو د اخستو لپاره استفاده کوله،او په ۲۰۲۱کال کې د خوراکی ناامنیو سبب شول،په ۲۰۲۲کال کې ددغه کریډیټ په زیاتیدا کې رول درلودلی دی. د انفلیّشن موضوع هم په ۲۰۲۲کالک ې د امریکائي کورنیو د خوراکي ناامنیو په زیاتیدا کې بې اغیرې نه دي . د خوراکي موادو د بیّو زیاتیدا چې په ۲۰۲۲کال کې لس فیصده لازیاتې شوې ،د انرژۍ او د کورونو داجاره کیدا او کرایو لګښتونو زیاتیدا ئې هم له ځان سره درلودلې ده او دا د خوراکي موادو د ناامننیو لامل شوي دي. د کانګرس ځیني غړي د خوراکي امتیازونو او امکاناتو په لازیاتې کمیدا پسې دي. دغه پیښه ترټولو وروستي ځل هغه مهال چې د امریکا ولسمشر او قانون جوړونکو د حکومت د چټي کیدا دمخنیوی لپاره سره یوه موافقه وکړه، رامینځةشوه. په دې توګه سره له دې چې دامریکا اقتصاد په تیر کال کې ظاهرا په خوښ وضعیّت کې ؤ،خو په دغه کال کې زیاتره خلک له لوږې سره لاس او ګریوان شول.
په امریکا کې د فورډ ګاډو جوړونکی شرکت د وروستیو کاربندیزونو له امله څه دپاسه یو میلیارډ ډالري تاوان اټکل کړل.د امریکا دفورډ ګاډو د شرکت مالی برخې مدیر اعلان کړی دی،د ستمبر په مینځنیو کې د دغه شرګت د کارکونکو کاربندیز سبب شوی فورډ شرکت ته یو میلیارډ درې سوه میلیون ډالري تاوان وارد شي.د امریکا د فورډ،سټلانټيس او جنرال موټرز درې شرکتونه په تیرو میاشتو کې په کرتو د خپلو کارکونکو د کاربندیزونو شاهدوو. ددغو اعتراضیه حرکتونو په نتیجې کې ددغو شرکتونو څه دپاسه پنځه څلویښت زره کارکونکو له کاره لاس اخستی ؤ. فورډ شرکت د اکتوبر په ۲۵نیټه ددغو کاربندیز کونکو له منظمونکي کارګری ټولنې سریه یوه موافقه وکړه او احتمال شته چې ددغه شرکت کارکونکي خپل کاربندیز پاي ته ورسوي. ددغه شرکت مالی مدیر جان لاولر له دغې اتحادئېسره د لومړنۍ موافقې د نتیجې په هرکلی سره ووئیل، دفورډ کارخانې به ډير زر خپل فعالیت پیل کړي. هغه زیاته کړې ده ،په وروستیو کاربندیزونو کې، دغه شرکت د کابو اتیازره ګاډو له جوړولو څخه وروسته پاتې شو اوسږکال دریمو درو میاشتو کې ئې هم په ټول کې یو میلیارډ او درې سوه میلیون ډالري تاوان لیدلی دی . دغه خساره به په تیره بیاخپلې اغیزې به د څلورمو درو میاشتو فعالیتونو کې رابرسیره شي. لاؤلر له بل پلوه ووئیل، ددغو کارخانو بیا فعالیت به ډيرې پیچلتیاوې ولری،ځکه ډیری کارکونکو په دغې مودې کې نورو کارونو ته مخه کړې ده.هغه جزیاتو ته له اشارې پرته یوازې دا وئيلي دي ، چې د کارګرانو له اتحادئې سره دشوي موافقې په اساس ،ټاکل شوې ده د هریوه ګاډي جوړیدا لګښت له اته سوه پنځوسو،تر نهه سوه ډالرو پورې زیات شي.
د جوزف بایډن حکومت د پخوانیو وسلو په ځاي دنورو وسلو د راوستو په موخې سره د نوی ایټم بم دجوړونې وړاندیز کړی دی. په دې لړ کې د امریکا جنګ وزارت(پنټاګان) په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې د امریکا د دښمنانو په وړاندې د مخه نیونکي توان دزیاتولو په موخې سره دجوبایډن دحکومت له خوا د نوي ایټم بم د جوړولو د وړاندیز خبر ورکړی دی.پنټاګان په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ،دوی د نوي ډول B61 ګریویټي بم جوړولو په لټه کې دي (یو هغه ایټم بم چې په لومړي ځل په 1960 کې د سړې جګړې په اوج کې تولرید شو).د امریکا دحکومت له خوا ددغه نوی ایټم بم دتولید وړاندیز په داسې حال کې دی چې د ایټمي وسلو تولید ترهمدا وروستیو پورې او په ۱۹۹۱کال کې د شوروي اتحاد د دړې وړې کیدا او د ساړۀ جنګ له ختمیدا وروسته دریدلي وې.د بی 61 ګریویټي ډوله وسلې د امریکا د ایټمی سلاکوټونومهمې برخې دي چې په یوې اصطلاح کې ګریویټي بمونه نومیږي. پنټاګان د بایډن د حکومت ددغه وړاندیز په توضیح کې اعلان کړی دی، د بی ۶۱-۱۳ ډوله نوی ډول یوازې ددښمنانو په وړاندې د مخه نیونې له توان څخه دډاډمنیدا او د نورو اړتیاوړ موخو لپاره دی.په دغې اعلامیې کې راغلي دي،دغه نوی ایټم بم د دښمنانو په وړاندې د مخه نیونکی توان دزیاتیدا او د خپلو متحدانو او شریکانو د ډاډمنیدا سبب کیږي او د ځينو پوځي موخو په وړاندې لازیاتې ټاکنې په سختۍ سره د ولسمشر په اختیار کې ورکول کیږي.د امریکا ئي ساینسدانانو د فیډریشن( ایف اې ایس )په وینا،ددغه بم چاودنې کړچاربه د بی ۶۱-۷ ډوله بم ته ورته وي، چې زیاتره ئې ۳۶۰ ټنه دی .وئیل کیږي، دغه بم د هغه بم څه دپاسه ۲۲برابره چاودنې قدرت لري،چې په دوهم نړیوال جنګ کې د جاپان په هیروشیما کې ورڅخه استفاده شوې ده.د نوی ایټم بم د تولید لپاره د بایډن حکومت وړاندیز په داسې حال کې دی چې هغه په ۲۰۲۰ کال کې او دخپلو ا نتخاباتي کمپاین په دوام کې وعده و رکړې وه چې د هیروشیما او ناګاساکي د غمیزو د مخنیوي او له ایټمی وسلو پاکې نړۍ ته رسیدا لپاره هڅه کوي.
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو سرلوړي او سوکاله ژوند ولرئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************